سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد کار او ټولنیزو چارو وزارت ادعا؛ تېر کال ۳۰ زرو مېرمنو...

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ادعا؛ تېر کال ۳۰ زرو مېرمنو ته د کارجوازونه ورکړل شوي

تاند( جمعه، د حمل ۲۴ مه) پر ښځو د کار له پراخو بندیزونو سره- سره، د طالبانو تر واک لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي ادعا کړې، چې تېر کال دغه وزارت تر ۳۰ زرو پورې ښځو ته د کار کولو جوازونه وېشلي دي.

هغه زیاته کړې، چې دغه ښځې په بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو کې کار کوي.

د افغانستان یوه مشهوره تلویزوني شبکه طلوع نیوز، چې اوس د طالبانو تر واک لاندې کابل کې فعالیت کوي او منتقدان یې طالب رژیم ته په تبلیغاتو تورنوي؛ په دې اړه خپاره کړي راپور کې یو شمېر ښځینه وو سره هم خبرې کړي، چې دوی د خیاطۍ او لاسي صنایعو په برخه کې د فعالیتونو یادونه کړې.

د طالبانو منتقدان بیا ورته خبرونه او راپورونه د عامه ذهنیت د غولولو هڅه بولي او پوښتنه کوي، چې په یوه ۴۰ میلیوني هېواد کې چې تر نېمایي نفوس یې نجونې او ښځې دي، د څو میلیونه نجونو او ښځو له بې تعلیمه کولو او بې کاره کولو وروسته په یوه کال کې ۳۰ زرو ښځو ته د کار د جواز ورکول څه مانا لري؟

د طالبانو چارواکي وخت په وخت وایي، چې دوی ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د کار او زده کړو اجازه ورکوي او اوس هم په روغتیايي او ځینو نورو برخو کې ښځو ته د کار اجازه موجوده ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب