Homeخبرونهد بي بي سي او څو نورو رسنیو شمېرنې ښيي چې د...

د بي بي سي او څو نورو رسنیو شمېرنې ښيي چې د روسیې تر ۵۰ زره ډېر پوځیان وژل شوي

تاند(جمعه، د حمل ۳۰ مه) بي بي سي وايي، څېړنې یې ښيي چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې د وژل شویو پوځیانو شمېر تر ۵۰ زرو اوړي.

د بي بي سي پر اساس، د روسیې تلفات د جګړې په دوهم کال کې د لومړي کال پرتله نژدې ۲۵ سلنه زیات دي.

دا نړیواله رسنۍ وايي چې د میډیازونا خپلواکې رسنۍ او رضاکارو ترڅنګ یې د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ څخه د روسیې – اوکراین د جګړې د مرګ ژوبلو شمېر پیل کړی دی.

له دوی سره په هدیرو کې نویو قبرونو د ډېرو سرتېرو د نومونو په موندلو کې مرسته کړې ده.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د کابو لس کلن اشغال په موده کې د پخواني شوروي اتحاد شاوخوا ۱‍۵ زره پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۵۷ زره نور ټپیان شوي وو.

بي بي سي وايي چې د دوی د معلوماتو پر اساس، د جګړې په دوهم کال کې تر ۲۷ زره ۳۰۰ ډېر روسي پوځیان وژل شوي دي.

بي بي سي د اوکرایني ځواکونو د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي خو باور دا دی چې اوکراینیان به تر دې ډېر وژل شوي وي.

اوکراین هم تراوسه پورې په جګړه کې د خپلو وژل شویو ځواکونو د کره شمېر په اړه ډېر معلومات نه دي اعلان کړي خو د دغه هیواد ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د سږ کال په فبرورۍ کې وویل چې ۳۱ اوکرایني سرتېري وژل شوي دي خو د امریکا استخباراتي معلومات ښيي چې تر دې ډېر اوکرایني پوځیان وژل شوي دي.

د کریمیلین ویندوی دیمیتري پیسکوف د روسي ځواکونو د مرګ ژوبلو په اړه وویل، د هغو قوانینو له کبله چې د جګړې په ترڅ کې دا ډول اسرار باید پټ وساتل شي، د روسي پوځیانو د مرګ ژوبلو په اړه معلومات یوازې دفاع وزارت لري.

د روسيې د دفاع وزارت چارواکو د بي بي سي د موندنو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو دا شمېر تر هغه څه اته برابره ډېر دی چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې ښودلی و.

بي بي سی وايي چې ښايي د وژل شویو روسي پوځیانو حقیقي شمېر تر دې زیات وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...