پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد برېتانیا مشرانو جرګه: افغان کډوال به رونډا ته نه استول کیږي

د برېتانیا مشرانو جرګه: افغان کډوال به رونډا ته نه استول کیږي

تاند(جمعه، د حمل ۳۰ مه) د بریتانیا مشرانو جرګې د دغه هېواد د حکومت هغه طرحه رد کړه، چې غوښتل یې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي رونډا ته واستوي.

د بریتانیا حکومت په پام کې لرل چې یو شمېر افغان کډوال، چې پخوا یې په افغانستان کې له برتانوي پوځیانو یا حکومتي موسسو سره همکاري کړې وه، رونډا ته واستوي.

خو پرون پنجشنبې سنا جرګې د حکومت دا طرحه د ۱۹۵ مخالفو رایو په وړاندې په ۲۴۷ موافقو رایو رد کړه.

د دغه پلان له مخې، په برېتانیا کې مېشت افغان کډوال سخت اندېښمن وو.
برېتانیا کې تر نورو هېوادونو افغان کډوال له زیاتو ستونزو شکایت لري.
دغه هېواد بیا ویلي، چې د ډېرو کډوالو د لرلو له امله د زیاتو کدوالو د منلو او ټولو ستونزو ته یې د رسیدګۍ امکانات نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...