Homeخبرونهله چینایي اتباعو وروسته؛ دا ځل پاکستان کې ۲ جاپاني وګړي وژل...

له چینایي اتباعو وروسته؛ دا ځل پاکستان کې ۲ جاپاني وګړي وژل شوي

تاند(جمعه، د حمل ۳۰ مه) په پاکستان کې پر چینایي وګړو له څه موده وړاندې برید وروسته، دا ځل په دغه هېواد کې د جاپاني وګړو یو موټر د هدف وړ ګرځېدلی او ۲ جاپاني وګړي پکې وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو او سرچینو ویلي، چې دغه برید د یاد شوي هېواد د کراچۍ ښار په یوه سیمه کې ترسره شوی.

د پاکستان پولیس چارواکو ویلي، چې له دغه برید سره سم دوی ۲ بریدګران وژلي.

پاکستاني پولیسو دا برید د « ترهګرو» کار ګڼلی، خو نه یې دي ویلي چې د کومې مشخصې ډلې اړوند وو.

د برید مسوولیت لا کومې ډلې پر غاړه نه  دی اخیستی.

څه موده وړاندې، د پښتونخوا په شانګله سیمه کې د اوبو د یوه جوړیدونکي بند پر چینایي انجینرانو برید شوی و، چې پکې تر ۵ پورې چینایي انجینران وژل شوي وو.

د یاد شوي برید مسوولیت بلوڅ بیلتون پالو پر غاړه اخیستی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...