پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهله کابل وروسته د ایران ګاونډ فراه کې د «الاقصی» په نوم...

له کابل وروسته د ایران ګاونډ فراه کې د «الاقصی» په نوم د جومات جوړېدل

تاند(جمعه، د حمل ۳۰ مه) د فراه لپاره د طالبانو ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د « الاقصی» په نوم د یوه جومات جوړېدو چارې پيل شوې دي.

که څه هم د طالبانو د حج او اوقافو سیمه ییز مشر مفتي غلام رباني د خلکو په ۱۰ میلیونه افغانیو د دغه جومات د جوړېدو د چارو د پيل خبره کړې، خو څارونکي باور لري چې د داسې هڅو تر شا ګاونډی هېواد ایران خامخا نقش لري.

مخکې په کابل کې هم د « الاقصی» په نوم یو جومات جوړ شوی او پرانیستل شوی و.

الاقصی، په فلسطین کې د اسراییلو لخوا یوه یرغمل شوې سیمه او د مسلمانانو لومړۍ قبله ده.

ایران، په سیمه او نړۍ کې د اسراییلو تر ټولو ستر مخالف یادیږي او دغه هېواد د اسراییلو خلاف د ټولو نیابتي ډلو او تبلیغاتو امتیاز لري.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، په افغانستان کې هم تر پخوا د ایران د فرهنګي او سیاسي فعالیتونو ساحه پراخه شوې او طالب چارواکي یې همکاران ګڼل کیږي.

د څارونکو په باور، له فلسطین سره د افغانانو همغږي پخوانۍ، برحقه او پر خپل ځای سمه ده، خو د فلسطین د ملاتړ په نوم د ایران په اجنډاوو کې د طالبانو لخوا د افغانستان شاملول به ښې پایلې ونه لري.

څه موده مخکې، په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي ویلي وو، چې که اړتیا شي له افغانستانه به د ځانمرګو لښکرې د غزې ګټلو لپاره فلسطین ته لاړې شي.

17 COMMENTS

  1. په دا کې هیڅ شک نسته چې، المسجد الاقصی د مسلمانانو لومړي قیله وو. د الاقصی مسجد سیاسي کېدل هغه هم د داسې یو پلیت هیواد په لاس چې،په ټول عمر یې مسلمانانو ته شر راوړئ د اندیښنې وړ دئ. د قدس د کاذبانه دفاع په پلمه یې تر اوسه ٣٥ زره بې ګناه فلسطینیان په غزه کې د یوې ناولي لوبي په ترڅ کې په شهادت ورسیدل او د قتلونو او تخریب سلسله په خپل ټول زور په مخ روانه دئ.

  2. ستاسو په مور خر واچوم له اقصا سره داهغه ځای دی چې محمد له اوزګوړي سره دا غټ کار کړی دی! د جاهل زامن خپله مرداره لاره تقویه کوي او نه بشري حقوق نه ! !

  3. دین یی دام وی د دنیا په لار کی ایښۍ…..پری را اړوړی وحشیان د مخلوقات. (رحمن بابا)

    • د انګریز جاهل بچی خو ته یې چې د کافرو ډوډۍ خورې او په ايډیالیزم کې بند پاته یې! اسلام څه شی‌دی ؟ یو رواني ډار او وحشت دی!

    • د لېونۍ زویه پلاندر دې دومره درباندې ګران دی چې له طبیعت څخه سترګې پټوې! ډوډۍ د انګریز خورې خو د خوشالي تیزونه عربو ته اچوي!!جاهله مخکې له عربو د د پلار او نیکونو څه کول ؟؟ ټول په دوزخ کې ګرزي؟

      • د تا خبري او اسلام ته سپکاوي د تا په وجود کې د افراط او تفریط له ناولي چینۍ څخه خړوبه کیږئ. د تا اسلام ته سپکاوي هغه هم په د افغانستان په څیر سنتې ټولنې د اخلاقي سقوط یوه رسوا نندارې ته ورته ډرامه وي. د تا افراطي افکار د تا مذهبې او ټولنیزو اخلاقو د رکود فلسفه بیانوئ. تر دې نو زیات څوک نه بد اخلاقه کیږئ چې د ١.٥ بلیون مسلمانانو امام ته داسې سپک او لچک الفاظ استعمال کړئ. ته باید په دې پوه سئ چې ته خپل شخصیت خلکو ته په ګوته کوئ. تر اووه نسلو پورې د ما امداد الحمدلله موحدین او په توحید یې الله ج روح اخیستې، او عاقبت یې الله ج ته معلوم دئ. عربانو د تا په څیر خلک یې د بتانو او غوایانو عبادت څخه د الله ج عبادت ته دعوت کړئ.

  4. ګوره لوپړ ساب!
    ستا پلار او نیکه هم حتماً مسلمانان وه یا دی.
    که ته ووائی چی ” فکری او عقیدتی لیاره می د پلار او نیکه څخه بیله ده ”
    نو
    دا ستا او د بل هر چا حق دی چی ځانته خپله فکری – عقیدتی لیاره غوره کړی
    خو
    ستا دلیل به هغه وخت د منلو وړ وی چی ستا د ” پښتونوَلی خره احساسات ) هم ستا د پلرنو او نیکونو د سپینی پښتونولی څخه مستقل وی.
    یعنی
    ته حق نلری چی ځان پښتون وګڼی یا په پښتونولی وویاړی ځکه پښتونولی فقط ستا د نیک پلار او نیک نیکه خاصه وه نه ستا.
    بله دا چی:
    ستا عقیدتی بُت، انګریز او غربی لیبرالیزم دئ ( چی البته دا هم ستا حق دی چی څوک په معبود منې ) خو دا حق نلرې چی پر هغه چا بُخل وکړې یا بد نیتی وکړی کوم چی هم د انګریز ډوډی خوری! او هم انګریز ته کنځاوی کوی ( زه خو د جمهوریت یا د ثور د ۷ یا ۸ له بقیاوو څخه نه یم چی غربی امپریالیزم هم ټولی جامی را څخه ایستلی وی او هم درناوی باید ور ته ولرم ).
    مهمه نه ده چی یو انسان چیرته اوسی بلکه مهمه دا ده چی آزاد او مستقل او بشردوستانه افکار په ځان کی وروزی او د ظلم او استبداد او استعمار په وړاندی ( حد اقل قلباً یا لساناً ) غبرګون وښئی.
    بناً
    اولاً خو د انګریز ډوډی نه خورم ( د تندی په خوَلو ئی ګټم )
    ثانیاً انګریز او غربی استعمارګرانو د شیطان زامنو چی کلونه کلونه زموږ غوندی وطنونه او وولسونه لوټ کړی او چور کړی دی نو موږ خو به هم دومره حق لرو چی د هغوی یوه ګوله ډوډی وخورو.
    ثالثاً ستا دا ګنده او پلید بیانونه او لیکنی ( چی ستا د ګنده افکارو محصول دی ) د بشری حقوقو نقض ګڼل کیږی او حتی ستا انګریزی او غربی معبد او معبود ته هم د منلو وړ نه دی.
    رابعاً هیله ده چی ته بالآخره ددی خپل جاهلانه او احمقانه او حسودانه اور په هغو لمبو کی ایری سی کوم چی خپله دی ځانته بَل کړی دی.

  5. غلام حضرت اپریل 21, 2024 At 4:31 am
    ګوره لوپړ ساب!

    Reply

  6. لوپر ساب!
    که خبره په ” مخینه او قدامت کی ” وی نو باید ته هغه څه هم کشف او تعقیب کړې کوم چی له پښتو مخکی ئی شتون درلود.
    په پښتو مښتو به ویاړنه او افتخار ستا او زما او احمد او محمود حق وی خو د خپل ټبر دین او آئین ته سپکاوی د منلو وړ نه دی.
    بله دا چی ته او ستا فکری استادان او شاګردان دومره توان هم نلری چی د پښتون څخه د دین عنصر واخلی او یوازی ئي د “پښتونولی ” راډیکالی عنصر ور قوی او غښتلی کړای سی.
    بله دا چی زه ګومان کوم چی تا مسیحیت ته پناه وړیده ( البته دا هم ستا او د هر چا حق دی چی ځانته د خپلی خوښی دین یا مذهب غوره کړی ) خو کلیسا او کشیش هم تا ته دا اجازه نه درکوی چی په خپله کوڅه کی ودریږی او مخالف طرف ته توهین او سپکاوی وکړی.
    بناً
    که مسیحی ئی نو سم د مسیحیت تبلیغ پیل کړه ( البته په علمی ډول – او مطرح سوو پوښتنو ته هم باید معقول او مطلوب جوابونه ولرې )
    او
    که ملحد او ناباور ئی نو هم خپل الحادی افکار او باور په علمی! او علنی او ښکاره توګه تبلیغ کړه او بل چا ته د بحث کولو اجازه هم ور کړه لکه څنګه چی ته اجازه لری خپلی فکری پوښتنی مطرح کړی البته توهین او سپکاوی د بحث اصول ویرانوی.
    په هره توګه،
    زه یو ځل بیا خپله یوه پخوانۍ پوښتنه ستا مخته ایږدم چی هیله ده د جواب ویلو توان ئی ولرې:
    《 ته پر پښتو مین وی او نن هم ئی او طالبان دی د پښتو پخاطر خوښ وه
    نو
    هغه وخت دی ولی دا اطمنان نه درلود چی طالب جان خو یو متحجر دین باور پښتون دی؟ 》.
    دا نقض او نقص د توجیه وړ نه دی چی مثلاً طالب به ستا پخاطر د دین څخه لاس اخلی او خپله ږیره به د ” پښتو ” په زیږه او کلکه ږمونځ خِلالَوی.
    اوس خو ته خوشی د خټو زوم او ناوې ئی او فقط حبابی او عقده ای ټکان تر خوله را باسې.

    • لوفره که غواړې چې تبصرې دې ړنګې نه کړو، لطفاً مقدساتو ته توهین مه کوه. څه ته چې موږ او زموږ لوستونکي مقدس وايي ستا لپاره به نه وي خو که ته د هغه څه توهین کوې چې نورو ته تقدس لري، معنا یې دا ده چې د ټولو سپکاوی کوې. میلیاردونه انسانان شته چې مسلمانان نه دي او سلګونه میلیونه داسي کسان هم شته چې اصلاً دین نه مني لیکن هغوی د نورو له عقایدو سره کار نه لري.
      که مو کومه موضوع خوښه وي یا مو خوښه نه وي پر هغې خپل نظر ولیکئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب