شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې سېلابونه؛ افغانانو ته لوی تاوان او ایران ته پراخه ګټه...

افغانستان کې سېلابونه؛ افغانانو ته لوی تاوان او ایران ته پراخه ګټه رسولې

تاند (سې شنبه، د ثور ۴ مه) په افغانستان کې د ځپونکو ورښتونو او سېلابونو له شدت سره، که څه هم افغانانو ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اوښتي، خو ایران له دې امله خوښ دی چې له دغو سېلابونو سره په هلمند سیند کې د اوبو زیاتوالي دغه هېواد ته د پراخو اوبو د بهیدو زمینه برابره کړې ده.

ایراني رسنیو له دغه سیند څخه د ایران سیستان ته د پراخو بهیدونکو اوبو ویډیوګانې خپرې کړي او ویلي، چې له افغانستان څخه د اوبو د بهیدو جریان ورته په پراخه کچه زیات شوی.

د افغانستان لپاره د ایران سرپرست سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي بیا ویلي، چې له افغانستان څخه د حقابې ترلاسه کول د دوی د پراخو دیپلوماتیکو او نورو هڅو پایله ده.

هغه روانه اوونۍ، په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال هم خوښي ښودلې وه، چې له افغانستان څخه د اوبو د ور اوښتو زیاتوالی په ښه پال نیسي او د دوام هیله یې لري.

طالب وزیر بیا ویلي وو، چې د اوبو د زیات ور بهیدو دلیل ورښتونه او سېلابونه دي.

د ده په وینا، له اوسني وضعیت پرته افغانستان خپله له سختې وچکالۍ او د اوبو اړوند نورو ستونزو سره مخ وي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په تېره یوه میاشت کې شاوخوا څلور واره سخت سېلابونه راووتل چې د وروستیو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کورنۍ یې په څو ولایتونو کې زیانمنې کړې.

ملګرو ملتونو ویلي، وروستیو سېلابونو د هغو افغانانو شمېر لا پسې ډېر کړی چې د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي او په دې ډله کې ماشومان تر ټولو ډېر زیانګالي دي.

یو شمېر څارونکي نیوکه لري، چې د ملایانو لخوا په قاطع ډول پر افغانستان واکمن نا مسلکي رژیم د سېلابونو د اوبو د مدیریت او هم یې د زیانونو د کمیدو لپاره مناسب پروګرامونه نه لري.

د دوی په وینا، په دې صورت کې دغه رژیم په دې هم نه دی توانیدلی، چې ایران ته د پریمانه اوبو د برېښودو په بدل کې له دغه هېواد څخه افغان سېلاب ځپلو ته د پراخو مرستو غوښتنه وکړي.

طالب چارواکو دغو نیوکو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د ایران د ولسمشر په ګډون یو شمېر لوړپوړو چارواکو یې طالبانو ته د حقابې د نا پوره ورکړې له امله سخت ګواښونه کړي وو، خو دوی اوس د پریمانه اوبو د ور پرېښودو په بدل کې ظاهراً افغانستان ته څه نه دي غوښتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب