شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد جنوبي اسیا لپاره د بي بي سي مشرې او طالب چارواکو...

د جنوبي اسیا لپاره د بي بي سي مشرې او طالب چارواکو سره لیدلي

تاند (سې شنبه، د ثور ۴ مه) د جنوبي اسیا لپاره د (بي.بي.سي) نړیوالې رسنۍ له مشرې جکي مارتینس، کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له چارواکو سره لیدلي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د دې لیدنې پر مهال د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور مرستیال ملا عتیق الله عزیزي او نورو چارواکو د بي بي سي له مشرې غوښتي، چې ګواکې د افغانستان په تړاو پر حقایقو ولاړې خپرونې وکړي.

دوی دا ادعا هم کړې، چې د افغانستان په اړه یې د بي بي سي د خپرونو ځینې تېروتنې له نوموړې سره شریکې کړې دي.

طالب لوري د دغو موضوعاتو چې نیوکې یې ور باندې کړي، مشخصه یادونه نه ده کړې.

بي بي سي په دې تړاو څه نه دي ویلي.

طالب چارواکي نږدې ټولې رسنۍ د دوی خلاف په تبلیغاتو تورنوي او تمه لري، چې د دوی په خوښه او ګټه خپل نشرات عیار کړي.

د دوی له بیا واک ته رسېدو سره، په افغانستان کې ګڼې رسنۍ تړل شوي او سلګونه خبریالان د طالبانو په سلیقه د نا برابرو فعالیتونو له امله له زنداني کېدو او شکنجو وروسته هېواد پرېښودو ته اړ شوي.

طالب چارواکو د تاند وېب پاڼې په ګډون د ګڼو رسنیو پر نشراتو بندیزونه هم لګولي، خو تاند توانیدلی چې بیا هم په افغانستان کې خپل مخاطبان ځان سره ولري او په بې پرې توګه یې د افغانستان له تازه موضوعاتو او بحثونو خبر وساتي.

2 COMMENTS

  1. زموږ د کره معلوماتو او با کیفیته تحلیلونو او مقالو یوازنی مرجع همدا تاند دی. تاسی ته دی الله پاک توفیق درکړی چه خپلی خپرونی همداسی په لوړ کفیفت سره تر خلکو پوری ورسوی.

  2. چی کله به دا د شیطان جزیره ( انګریز ) او د هغوی شیطانی ژبه ( بی بی سی ) تر اوبو لاندی سی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب