شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد برېتانیا پارلمان او صدراعظم رونډا ته د ناقانونه کډوالو د لېږد...

د برېتانیا پارلمان او صدراعظم رونډا ته د ناقانونه کډوالو د لېږد لایحه تایید کړه

تاند (سې شنبه، د ثور ۴ مه) د برېتانیا صدراعظم ریشي سوناک او د دغه هېواد پارلمان له ټولو مخالفتونو سره- سره هغه لایحه تایید کړې، چې له مخې یې برېتانیا ته د افغانانو په ګډون ورغلي ناقانونه کډوال رونډا ته لېږدول کیږي.

د برېتانیا حکومت او پارلمان له دې کبله سختو فشارونو سره مخ دي، چې لږ ترلږه برېتانیا ته په ناقانونه توګه ورغلي هغه افغانان له دې لایحې مستثنا کړي، چې پخوا یې په افغانستان کې له برېتانوي ځواکونو سره همکاري کړې ده.

په دې لایحه کې رونډا یو امن هېواد ګڼل شوی او ویل شوي، چې برېتانیا ته په ناقانونه توګه ورغلي کډوال به هغه هېواد ته لېږدول کیږي .

دغه پلان د نړیوالو بشري سازمانونو له مخالفت سره هم مخ دی او ویل کیږي، چې عملي کول به یې د برېتانیا اوسني حکومت ته له لویو جنجالونو لیرې نه وي.

برېتانیا لا له وړاندې هم د کډوالو او په خاص ډول افغانانو لپاره له جنجالونو ډک هېواد ګڼل شوی.

دغه هېواد ته د کډوالۍ کېس لرونکي افغانان د دوسیو د ځنډ او ورغلي افغان کډوال ورسره د نا مناسب او تبعیضي چلند ادعاوې او شکایتونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب