شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهچین د واخان موضوع کې افغانستان سره پر دوه اړخیزې همکارۍ غور...

چین د واخان موضوع کې افغانستان سره پر دوه اړخیزې همکارۍ غور کوي

تاند (سې شنبه، د ثور ۴ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر، ژاو شېنګ سره پر بېلابېلو مسایلو د لیدنې خبر ورکړی.

د هغه په یوه اعلامیه کې راغلي ، په دغه کتنه کې د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او کلتوري همکاریو او د سیمې د وروستیو بدلونونو په تړاو خبرې شوې دي.

اعلامیه د چین سفیر له قوله زیاتوي، د واخان په موضوع کې د دوه اړخیزې همکارۍ په څرنګوالي او امکاناتو غور کوي او هڅه کوي چې له یادې لارې د طالبانو رژیم سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.

طالبانو د واخان د « موضوع» په اړه په خپله اعلامیه کې نور وضاحت نه دی ورکړی.

مخکې طالب چارواکو ویلي وو، چې د واخان له لارې یې د افغانستان او چین د اتصال هڅې ګړندۍ کړې دي.

له څو میاشتو راهیسې د طالبانو بېلابېلو چارواکو د هغه سړک د ژر جوړېدو ژمنې کړي، چې د دوی په وینا افغانستان او چین سره نښلوي.

چین تر اوسه په دې اړه چې رېښتیا غواړي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د واخان له لارې وصل شي کنه، وروستی موقف نه دی په ډاګه کړی.

افغان څارونکي دا هڅه له اقتصادي پلوه ښه فرصت او لاسته راوړنه ګڼي، خو امنیتي شنونکي وایي چین له دې پلان څخه ډاریږي، ځکه امریکا سره د طالبانو مرموزو اړیکو ته اندېښمن دی او فکر کوي چې له دې لارې یې امنیت ونه ګواښیږي.

طالب چارواکو بیا تل ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې به هیڅ کوم هېواد ته خطر پېښ نه شي.

1 COMMENT

  1. رسنۍ د خلکو، حکومتونو، د هېوادونو د دوستانو او دښمنانو ټولو د دریځونو په جوړولو، سمولو، کږولو کې مستقیما رول لري.
    تاند یوه وتلې رسنۍ ده چې خبرې یې لوستل کیږي، اورېدل کېږي، تحلیل او تجزیه کیږي او کېدی شي چې په اساس یې مصممین تصمیمونه ونیسي. په ماقبل اخر پاراګراف کې د امنیتي اندېښنو او له امریکا سره د ملایانو د اړیکو په رابطه ټکي د هېواد په ګټه نه دي.‌
    تاند باید د خپل ملي دریځ په اساس داسې څه ونه لیکي چې افغانانو او افغانستان ته تاوان رسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب