شنبه, مې 4, 2024
Home+سومل خېل که اسمعیل خېل؟ | ابراهیم ایمان

سومل خېل که اسمعیل خېل؟ | ابراهیم ایمان

د پښتنو د نسل په اړه تر ټولو پخوانی روایت  ابوالفضل په خپل کتاب ( ایین اکبری) کې لیکي: پښتانه  خپل ځانونه بني اسراییل بولي هر کله چې په هند کې د مغولي دربار نه دا خبره پوره شوه چې پښتون افغان قام یهود ( بني اسراییل) دي هرومرو به هغه وخت دا خبره ځکه د پښتنو له هر کلي سره مخ شوي وي چې په یهود قام کې ډېر پیغمبران خدای پاک را لیږلي دي نو پښتانه چې په عموم کې مذهبي او په دین مین خلک دي دا خبره  یې  بې دلیله منلي وه، ان تر اوسه هم ډېر خلک دې نظر ته ارزښت ورکوي. خان علیین مکان (خوشال بابا) هم له دې نظر څخه متاثر شوی و او په شعرونو کې یې دا څرک له ورایه مالومېږي، تاریخ مرصع نومی کتاب چې افضل خان خټک تالیف کړی دی هم دغه نظر تاییدوي.
همداسې په هغه وخت د مغلي دربار خادم اخوند درویزه په تذکره الابرار ولاشرار کې چې د ۱۶۰۳او ۱۶۱۳ کالونو تر منځ کښل شوی کتاب دی لیکلي چې پښتانه د مهتر یعقوب اولاده ده چې بني اسراییل ګڼل کېږي.
دا چې پوهه په ډېره چټکۍ پر مخ روانه ده نو دا نظرونه اوس  تش د کتابونو په منځ کې تورې لیکې  پاتې شوې دي ځکه چې نننۍ څېړنې او  څيړونکي دا نه مني چې پښتانه بني اسراییل دي. دا خبره په نننۍ زمانه کې په ثبوت رسېدلي ده  چې پښتانه په اصل او نسب کې ارین، ایراني او اریایی دي، په پخوانیو زمانو کې دا خبره کېدله چې پښتانه بني اسراییل دي او د روهستان (پښتونخوا) د خلکو له هر کلي سره مخامخ شوي ده، له دې خبرې سره سم د وخت کاتبانو د پښتنو ځينې اصلي نومونه هم په بل رنګ کړي دي لکه: اسپزي چې د پښتنو یوه لویه قبیله ده او اوسمهال یې خلک یوسفزي بولي، پخوا دا خبره کېدله چې پښتون د یعقوب علیه السلام اولاده ده نو د دې لپاره چې ټول نومونه مذهبي رنګ ولري د وخت لیکونکو (کاتبانو) د اسپزي ته یوسفزی رنګ ورکړ چې د یوسف له نوم څخه اخیستل شوی.
زموږ په اند همدې ته ورته کانه په ((سومل خېل)) هم شوي ده، سومل خېل چې په اصل کې کرلاڼي پښتانه دي د دې لپاره چې زموږ له سپیڅلي دین او روایاتو (د پښتنو د بني اسراییلي نظریې) سره اړخ ولګوي په ((اسمعیل خیل)) اوښتی دی، حال دا چې د سیمې لر او بر قومونه او قبیلې دا نوم (سومل خېل) تلفظ کوي. خو په لیکلي بڼه  اسمعیل خېل  لیکل کېږي. ځینې خلک دا ګومان کوي چې اصلي نوم اسمعیل خیل دی خو دا چې د سیمې د خلکو لهجه یو څه متفاوته ده نو اسعمیل یې په سومل اړولی دی خو دا تیروتنه له لهجې سره هیڅ تړاو نه لري ځکه چې هر څوک هم اسمعیل نومیږي نو د سیمې خلک یې (اسماعیل، اسماییل، سوماییل) تلفظ کوي او هڅوک یې هم (سومل) نه بولي. نو له دې امله داسې ښکاري چې سومل یوه اریایي کلمه ده او د مذهبي تقدس لپاره په اسمعیل اوښتی دی. د دې خبرې یو بل دلیل دا هم دی چې موږ د پښتنو په سیمه کې د سومل، برمل، زرمل (زرمت) او ګومل سیمې هم لرو.
اوسمهال دا نظریه چې پښتانه بني اسراییل دي د (ډي ان اې) څېړنو پر اساس باطله شوي ده نو لا ښه څرګندیږي چې زموږ د ځینو سیمو او قومونو نومونو ته قصدا د پخوانیو مورخینو او لیکوالو لخوا تغیر ورکړل شوی او ښه دا ده چې خپل اصلي شکل یې راپيدا او څېړنې پرې وشي.
دا چار د مذهبي تعصب په مانا نه ده، بلکې د پښتنو د اریایي اصل او نسب نظریه چې یوه ریښتینې او په ثبوت رسیدلې نظریه ده تاییدوي او د لا کره والي په برخه کې یې ډېره مرسته کوي.
د پښتنو د اریایي اصل او نسب د ثبوت بله چار هم د معاصرې ژبپوهنې پر بنسټ تر سره کیږيپه نننۍ نړۍ کې د ژبپوهنې علم د بل هر وخت په پرتله وده کړي ده، د نړۍ ډېرۍ ژبې ډلبندي شوي دي، په سمییزو، وییزو، قالبونو او ګړدودونو ویشل شوي دي. د همدې ډلبندیو پر بنسټ پښتو او عبري ژبې پوهانو په بیلا بیلو ډلو کې ډلبندي کړي دي چې پښتو د (هندو اریایي) ژبو په کتار کې حسابوي او عبري (د بني اسراییلو ژبه) د سامي ژبو له ډلې ګڼل کیږي، چې په دې توګه آن د دې ژبو ریښې له یوې بلې ډېرې لرې او سره جلا دي.
نو له دې هم موږ ته څرګنديږي چې د پښتو او عبري ژبو په څېر پښتانه او بني اسراییل هم هیڅ ډول نسبي او ژبنیز تړاو نه سره لري نو له دې امله هم هغه نظریه چې پښتانه بني اسراییل بولي باطله بلل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب