Homeخبرونهد افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا راپور...

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا راپور او ورته د مجاهد توند غبرګون

تاند (سې شنبه، د ثور ۴ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه کلني راپور کې نن پر افغانستان د طالبانو واکمن رژیم د بشري حقونو په پراخ نقض تورن کړی.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په دې هېواد کې بشري حقونه په پراخه کچه نقض شوي او د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ په دوام؛ د افغانانو خپل‌سرو نېونو، شکنجې، ځورونو، اختطاف، وژنو او ان جبري کډوالۍ ته دوام ورکړی.

په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ښځو حقوق نور هم خراب شوی.

د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم د دې راپور د خپرېدو پر مهال وویل، طالبانو د خپلو فرمانونو له لارې افغان ښځې له ټولیز ژوند ګوښه کړي دي.
 هغه زیاته کړه: په افغانستان کې طالبان د ښځو لپاره محدود کاري فرصتونه لري. د نجونو لپاره د زده‌کړو مرکزونه تړل شوي او د “غیر اخلاقي چلند” په نوم  د ښځو او نارینه‌وو وهلو ټکول زیات شوي دي.
د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د دې یادونه هم شوې چې د افغان نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار بندیز د هغوی وضعیت ډېر خراب کړی او اوس‌مهال د کور په څلورو دېوالونو کې بندېوانې دي.
د طالبانو غبرګون

 په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم بیا د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت دغه تازه خپاره شوي راپور ته توند غبرګون ښودلی.

نوموړي د ملي تلویزون له لارې خپاره کړي پيغام کې ویلي: اسلامي د حقونو د ورکړې په برخه کې اسلامي مکلیفت لري. دا چې د افغانستان خلک مسلمانان دي، حقوق یې هم په اسلامي شریعت کې تعرفېږي او ټول حقوق یې ورکول کېږي. دا چې امریکا او یا بل کوم غربي هېواد د حقوقو په اړه غږېږي، هغوی باید غربي فرهنګ په نورو هېوادونو تحمیل نه‌کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یاد شوی راپور داسې مهال خپریږي، چې د طالبانو رژیم په زیاتیدونکي ډول فشارونو سره مخ دی.

د نجونو د زده کړو او ښځو د کار موضوع له تر ټولو مهمو موضوعاتو څخه دي، چې افغانانو او نړیوالو یې له امله پر طالبانو فشارونه زیات کړي.

1 COMMENT

  1. خبره خو دا ده چی هم د بشری حقوقو د پایمالیدو په هکله د امریکا د خبیث دولت تشویش بشری شعور ته توهین دی او هم د اسلام په دایره کی د طالب لخوا د بشری حقوقو د رعایت ادعا د مسلمان او افغان شعور ته لوی توهین او سپکاوی دی.
    د پورته عکسونو درد د ابوغرېب او ګوانتانامو د ځوروونکو عکسونو تر درد په کمه نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...