جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد ۴۶ اولادونو پلار او د ۳ مېرمنو خاوند بل واده کوي

د ۴۶ اولادونو پلار او د ۳ مېرمنو خاوند بل واده کوي

تاند(سې شنبه، د ثور ۴ مه) د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالي اوسیدونکی ۵۲ کلن احمد اغا، ۴۶ ماشومان لري.

دی چې په احمد اغا نانوا مشهور دی، له خپلو ټولو ماشومانو او درو مېرمنو سره تر یوه چت لاندې اوسي.

د دومره ډیرو اولادونو د لرلو له کبله دی د خپلې ولسوالۍ په بازار کې مشهور شوی دی.

دی وايي:«ټول اولادونه له ما سره کار کوي، دوی زما احترام کوي. زموږ اړیکې د پلار او اولاد اړیکې نه دي بلکې داسي دي لکه د ملګرو اړیکې چې وي. په ما دوی ټول ګران دي.»

د احمد اغا زوی پروېز هم تاییدوي چې پلار یې له خپلو ټولو زامنو او همداراز مېرمنو سره د ملګرو په شان چلند کوي.

احمد اغا له دومره ډېرو اولادونو سره سره غواړي چې بل واده هم وکړي چې د ماندینو شمېر یې ۴ ته ورسیږي.

احمد اغا وايي چې درې واړه ښځې یې ورسره موافقې دي چې دی بل واده وکړي.

احمد اغا او زامن یې له خپله پلاره په میراث ورته پاته نانوايي کې کار کوي او په همدې یې د ګور ګوزاره روانه ده.

دی وايي چې په تېر کمکي اختر کې یې خپلو اولادونو (نجونو او هلکانو) ته د ۵۰ زره افغانیو جامې واخیستې.

6 COMMENTS

  1. بښنه غواړم داسړی په سر کي هم څه لري او که يواځي د لينګيو په منځکي.
    وبه ګورو چي څنګه به يي وروځي.

  2. هغه د کندهاریانو خبره ” نوشي جان او دوا دی سئ”. دا کار غټ زړه غواړي او هر سړې یې نسي کولئ.

  3. وقوله : ( وإذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلاما ) أي : إذا سفه عليهم الجهال بالسيئ ، لم يقابلوهم عليه بمثله ، بل يعفون ويصفحون ، ولا يقولون إلا خيرا ، كما كان رسول الله صلى الله عليه وسلم لا تزيده شدة الجهل عليه إلا حلما ، وكما قال تعالى : ( وإذا سمعوا اللغو أعرضوا عنه وقالوا لنا أعمالنا ولكم أعمالكم سلام عليكم لا نبتغي الجاهلين ) [ القصص : 55 ] . په تفسیر کې د قول سبحان وتعالی که له جاهل سره مخامخ سوي، نو ورته اوویه چې سلام دی په تا وئ. د دغه مبارک تیت په تفسیر کې راځي چې قالو ا سلاما معنی د ا چې د جهل رد به په جهل نکوئ. یعنی نجاثت په اوبو پاکیږي نه په نجاثت. که عاقله کور کې شته یوه خبره کفایت کوئ.

  4. ښاغلی او محترم ورور لوپر صاحب!
    محترم ورور زه چه تر کومه پوهیږم ستاسی پوهه او استعداد ډیر لوړ دی. او د پښتونولی په کلتور هم تر مرګه ولاړ یاست، همداسی د خویندو په مکتب تر ټولو ته ډیر زوریږی او هم خفه کیږی.

    زما خواست دادی چه د دنیا د ټولو مسلمانانو، د پښتنو او په تیره بیا د انجونو پیغمبر حضرت محمد ص دی. نو دا ومنه چه ستاسی څخه ټول مسلمانان، ستا پښتانه ورونه او په تیره بیا افغانی خویندی او انجونی ډیر سخت خفه او خوابدی کیږی.

    محترم وروره ستاسی تبصری ډیری خوږی دی خو دغه د دین خبری پکی مه شریکوه. ځکه لمړی هغه انجونی چه دیوی خوا طالیبانو د مکتب دروازه پری تړلی ده، ډیر خفه دی. او دبلی خوا یی تاسی دین ته سپکاوی کوی نو ستاسی څخه هم خفه کیږی.

    ما نن ستاسی یو ډیر خوندور شعر ولیدلو چه (ژاړه ژاړه شهزاده بهرامه ژاړه xxxx ستا له څنګ سره تیریږي ګل اندامه!)

    په اخر کی د يو پښتون ورور په صفت در څخه د وروری او پښتونولی خواست کووم چه دغه د دین خبری په خپلو تبصرو کی مه شریکوه. دا به ستا ډیره قربانی د خپلو ورونو او خویندو سره وی.

    په احترام
    ستا ورور وطندار

  5. غول حضرته یو وار خو دا ملال خوله د تاند بی ناموسو لنډغرانو په لورې هم وغپه وه! ! تاندوال د جمهوریت غله د تور ایډیالیزم لنډ ه غران

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب