جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد چین سفیر وايي، د مس عینک د استخراج په مهال به...

د چین سفیر وايي، د مس عینک د استخراج په مهال به لرغونو اثارو ته پام کېږي

تاند (سې شنبه، د ثور ۴ مه) په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د اطلاعاتو اوکلتور له وزیر سره په کتنه کې ډاډ ورکړ چې د عینک مس به بې له دې چې لرغونو اثارو ته زیان واوړي، استخراج کړي.

له خیرالله خیرخواه سره ژایو شنګ د دوو هیوادونو ترمنځ د کلتوري او اقتصادي همکاریو هم خبرې وکړې.

د افغانستان او د چین د ایم سي سي شرکت ترمنځ د مس عینک کان د استخراج قرارداد په ۲۰۰۸ م کال لاسلیک شو خو دا شرکت بې له دې چې په دغه کان کې پانګونه وکړي، له قرارداده په شا شو.

وروسته په دغه کان کې د بودايي دورې مهم لرغوني اثار وموندل شول چې د دغو اثارو موجودیت هم د کان د استخراج په اړه اندېښنې پیدا کړې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چین د ایم سي سي شرکت هم باور لري چې د مس عینک کان لرغوني اثار نه یوازې د افغانستان بلکې د بشریت شتمني ده نو دوی به د کان د استخراج په لړ کې زیان ورته پېښ نه کړي.   

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...