شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهاروپا مېشتو افغانانو له ملایعقوب مجاهد سره د نجونو د زړه کړو...

اروپا مېشتو افغانانو له ملایعقوب مجاهد سره د نجونو د زړه کړو په اړه خبرې وکړې

تاند (سې شنبه، د ثور ۴ مه) له اروپا څخه افغانستان ته یو شمېر تلليو افغانانو نن (سې شنبې) د طالبانو د حکومت له دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد سره وکتل.

له بیلابیلو اروپايي هیوادونو څخه لسګونه افغانان په دې نیت کابل ته تللي چې طالب مشران د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو ته وهڅوي. دوی چې د روان اپریل له لومړۍ په کابل کې دي، تراوسه د طالبانو له څو نورو وزیرانو او د ريیس الوزرا له دوو مرستیالانو سره هم کتلي دي.

دغو افغانانو ته د دفاع سرپرست وزیر وویل چې دوی ټولو افغانانو ته فرصت برابر کړی چې د افغانستان په پرمختګ کې برخه واخلي خو دا هم مني چې ځینې ستونزې لا هم شته چې باید لېرې شي.

مجاهد افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله او هیله یې څرګنده کړه چې ژر دا ستونزې حل شي.

ظاهراً د ده اشاره د نجونو د زده کړو بندیز ته وه چې طالبانو له واک ته رسیدو وروسته پرې لګولی دی.

د پلاوي یوه غړي تاند ته وویل چې اکثره طالب مشران د نجونو د ښوونځیو له پرانیستلو سره موافق دي خو داسي ښکاري چې د دوی مشر هبت الله اخوندزاده، چې د ټولو پرېکړو اصلي واک په لاس کې لري، لا هم چمتو نه دی چې نجونې له شپږم ټولګې پورته زده کړو ته دوام ورکړي.

6 COMMENTS

  1. وایی چرګه مې ناجوړه ده پلمه مې ورته جوړه ده! افغانستان پنځه لسیزې دهمدې پلمو قربانی شوی او لاکیږی . دهیئت تګ کابل ته خپله دغه کورنی موضوع چې اوس یې افراطی بڼه ځان ته غوره کړې ده عین دزاړه خلیل زاد سیاست لوبی. نوموړۍ به هم له هر وزګوړی سره مشورې ناستی او ولاړې کولې!
    تللی هیئت دحکمت په مشرۍ عین ببولاله ده . تعلیم او تربیه دانسان مسلم حق دی هیڅ پټه او ښکاره بن بست نه لری
    بناء دښوونې او روزنې تر څنګ کړکیچونه شته چې باید سم شی . چاپلوس کسان بل چیرته ډزې کوی .

  2. د ملا یعقوب ټوله کورني د کثیفستان د کراچي په ښار کې د عیش او د عشرت ژوند تیروئ. د ټرلیبانو د نظامي مسؤل په صفت یې د خلکو زامنو ته له باروتو ډک انتحاري واسکټونه جنت ته د یو طرفه ټکټ په بهانه وراغوستل، او د دنیا او آخرت له ذلالت سره یې مخامخ کړل. اوس د اروپا څخه دا راغلي چآپلوسان له داسې کس نه د انجونو د ښوونځیو د دروازو د پرانیستو غوښتنه کوئ چې تر پرون یې هماغو ماشومانو وژلو ته یې جهاد ویل. یا دا دي چې، دا خلک نه پوهیږي او یا دا چې، دي ملت ته دی نابالغه ملت په سترګه ګورئ.

  3. تیرځل کله چی د افغانانو یوه ډله له اروپا څخه د روستار تره کی په مشری کابل ته او بیا کندهار ته د مفقود العین مشر لیدو ته ولاړه او د نجونو د ښوونځیو او داساسی قانون پرجوړیدو او اهمیت یی لدی تنګ نظرو سره سلا مشوري وکړي، نوکله چی د کابل په هوایی ډګر کی بیرته اروپا ته روان ول، طالب لالا د نجونو د پوهنتونو د بندیدو زیری پری وکړ. داځل جی کوم هیت د حکمت خان او یو سونورو په ګډون کابل ته راورسیده، نو طالب وزیر معارف ددوی د استقبال لپاره په کابل کي پر کورسونو تعهد نامی وویشلی او د کورسونو له مسولینو نه یی تحریری تعهد واخیست چی د شپږم ټولګی نه پورته نجونی به په کورسو کی نه پریږدی. او که دا کار تکرارسو، نو فزیکی مجازات به ورکول کيږي. بنا ددی خلکو راتګ د طالب په موقف کي یو انچ تغییر هم نسی راوستی. طالب یوه استبدادی او له تعلیم او تخنیک سره په ضدیت کی یوه جوړه سوی ډله ده ، له دوی نه د خیر هیله کول یوه ستره اشتباه ده.

  4. دا افغانان چې کابل ته تللي دي د دوی هڅې د ستایلو وړ دي
    خو د نجونو د زده کړې وړه ستونزه نه ده دا یوه ملي مسله ده
    طالب ذهنا چمتو نه دی چې د نجونو د زده کړو حق ورکړي
    ملي ستونزه ټولنزې مبارزې او ملي پاڅون ته اړتیا لري
    او ددی هدف لپاره باید د افغان روڼ اندو تر منځ یو علمي او عملي تړون رامنځ ته شي
    حق اخیستل کیږي ،حق ورکول کیږي نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب