جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد ایران ځانګړي استازي حکمتیار سره لیدلي

د ایران ځانګړي استازي حکمتیار سره لیدلي

تاند: ( ۳ شنبه، د ثور ۴ مه) په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار سره لیدلي.

د ښاغلي حکمتیار اړوند « ډیلي شهادت» وېب پاڼې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او سیمې د وضعیت په اړه بحث او خبرې اترې شوې دي.

سرچینې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

دا له څه موده ځنډ وروسته له حکمتیار سره د یوه بهرني دیپلومات لومړنۍ لیدنه ده، چې رسنیزه کیږي.

له څه مودې راهیسې د حزب اسلامي او د طالبانو د واکمن رژیم اړیکې ترینګلې شوي او د دواړو لوریو لخوا د یو بل خلاف توند تبلیغات کیږي.

نا تایید شوي راپورونه پر حکمتیار د طالبانو د رژیم د بندیزونو خبر هم ورکوي.

معلومه نه ده، چې په دې لیدنه کې خو به د دې ترینګلتیا د کمولو لپاره خبرې اترې نه وي شوې.

څارونکي باور لري، چې د طالبانو د رژیم له اجازې پرته بهرني دیپلوماتان په افغانستان کې له مېشتو پخوانیو سیاسي څېرو سره لیدنې نه شي لرلی.

3 COMMENTS

  1. الله ج دی خیر کوئ، دوه پاخه حرامیانو سره لیدل کتل کړئ چې بیا د کوم ډول شر دی راپورته کولو اراده لرئ.

  2. ايا ايران به افغان سفير يا کوم بل سياستوال ته دا اجازه ورکړي چي له مجاهدين خلق ايران سره په کي ليدنه وکړي.

  3. د حکمتغار به اوس ټغ په تبر نه ماتیږي. دغه زړه رڼډۍ خو هیڅ شرم نه لري طالبان باید په څرخي پله کې غولبویدین حکمتغار ته یوه کوټه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب