شنبه, مې 4, 2024
Home+تازه څېړنه: هکۍ سترګو ته ګټه لري

تازه څېړنه: هکۍ سترګو ته ګټه لري

تاند (چهارشنبه، د ثور ۵ مه) یو له هغو خوراکونو چې طبي څېړنې یې په اړه کله یو څه او کله بل څه وايي هګۍ دي.

یوه تازه څېړنه، چې په امریکا کې شوې د چرګې د هګۍ د خوراک ګټه دومره زیاته بلل شوې چې خلکو ته یې په ورځ کې د دوو هګیو د خوړولو سپارښتنه کړې ده.

په دې څېړنه کې، چې د امریکا د سترګو د روغتیا په علمي ژورنال کې خپره شوې ده، هګۍ له ویټامینونو او ضروري کاني موادو مالا مال بلل شوي دي.

د دوی په وینا، هګۍ د لوتیین او زاګزانتین په شان قوي انټي اوکسیډانونه لري چې د سترګو د روغتیا لپاره خورا حیاتي اهمیت لري.

په دې څېړنه کې څرګنده شوې چې انټي اوکسیډانونه د سترګو د هغو ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي چې د ړندېدو سبب کېږي.

څېړنه ښيي چې که څوک دوه کاله د ورځې دوې هګۍ وخوري د ړندېدو خطر یې په سلو کې ۴۴ کم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب