شنبه, مې 4, 2024
Home+د کتاب او مولف نړیواله ورځ

د کتاب او مولف نړیواله ورځ

تاند- د اپریل 24 مه، چې د ثور له درېیمې سره برابرېږي، د کتاب او د مولف د حق یا کاپي رایټ ورځ ده.

په ۱۹۹۵ کې هسپانیا او روسیې د یونسکو اته ویشتمې عمومي غونډې ته د داسې یوې ورځې د نومونې وړاندیز کړ او دې کنفرانس هم تصویب وکړ.

یو دلیل چې کتاب او د کاپي رایټ لپاره دا ورځ غوره شوه دا و چې د هسپانیا د کاتالونیا د سیمې د اوسېدونکو دود دی چې هرکال په دې ورځ کتاب پلورونکي د هر کتاب پیرودونکي ته له کتاب سره د ګلاب یو ګل هم ورکوي او له بلې خوا دا ورځ د نړۍ د یو شمېر نامتو لیکوالو او شاعرانو د زوکړې له ورځې سره برابره ده.

ویلیم شکیپیر، میګل سروانتس، مانویل وایې خو، ولادیمیر نابوکوف او اینکا ګارسیلاسو دلاوګا هغه لیکوال دي چې دا یې د زوکړې ورځ ده.

د کتاب او کاپي رایټ د ورځې د لمانځلو هدف دا دی چې ټول خلک په تېره بیا ځوانان د کتاب لوستلو خوند کشف کړي، د هغو کسانو ستاینه وشي چې د ټولنې د کلتوري او احتماعي ودې په وده کې رول لوبوي او همداراز د کتاب د چاپ او خپراوي د صنعت په پرمختګ کې ونډه اخلي.

یونسکو په ۱۹۷۲ م کال د کتاب او کاپي رایټ نړیواله ورځ تر دې شعار لاندې ولمانځله: «کتاب د ټولو لپاره» د ملګروملتو د علمي کلتوري ټولنې هدف دا و چې د کتاب او کتاب لوستلو د اهمیت عامه پوهاوی زیات شي. د یونسکو دا اقدام له پراخ هرکلي سره مخامخ شو او تر ۱۰۰ ډېرو هیوادونو کمېټې جوړې کړې او ځینو خو د دې هدف لپاره بودجې ځانګړې کړې.

په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د کتاب چاپ او صنعت نسبتاً وده وکړه، یو شمېر خصوصي کتاب خپرندویې تولنې تاسیس شوې او د کتاب پلورلو او چاپولو له لارې یې یو شمېر خلکو کاري فرصتونه برابر کړل.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    کتابونه که د پخوانیو زړو کاغذونو او یا نویو صحافي او صنعتي پاڼو پر مخ لیکل شوي وي ،او یا هم د ڼنۍ ډیجیټالۍ ټکنالوژي پر لیکه یا آنلاین بڼو وي د انسانانو په پوهه، سړیتوب (شخصیت)، دیني او دنیوي بشپړ والي او د پرون ،ڼن او سبا له ګڼو معلوماتو په لاسته راوړلو او وده کښې خاص رول لوبوي .ماشومان،ځوانان او سپينږيري نارینه او ښځمنې باید ټول ورته لاسرسی ولري.
    د فرقان ې حمید لمړنی امر په (اِقراء=ولوله،ووایه ) پر محمد ص.ا.س. نازل شوی او اوس ټول امت ې آنحضرت ص. ته هم خطاب دی؛ همداسې دټولو ښو کتابونو لوستل، فکر په کښې کول ، زده کړه ترینه کول زمونږ ټولو وظیفه ده.
    ښه مې په دې وویل چې ، نړۍ کې په بلیونهاوو کتابونه لیکل او چاپ او خپاره شويدي ، ځینې به د شیطاني افکارو او اعمالو د خپریدو او یا نورو شخصي شومو اغراضو لپاره د ځوانانو او وګړو د ګمراهۍ لپاره وي ،دغلته د دولت او حکومت دنده ده چې خیر له شره او ښه له بدو بیل کړي او خپل ولس یا اسلامي امت له ضلالت او الهي غضب څخه وقایه کړي.
    دلته د یادونې وړ بولم چې ښاغلي مطيع الله ویسا چې د افغانستان ځینو ولایاتو کښې د ګرځنده کتابخانې او ماشومانو او ځوانانو ته کتابونو ویشلو له لیارې دلیک لوست زیاتولو لپاره، د قدر وړ خدمات کول، د دې پر ځای چې لا هم تشویق شي د مغرضو کړیو پرتجسس، په بند کې ساتل د اقراء د امر پر ضد یو کار دی.هیله ده هغه او اَ.اِنټرنشنل په یوه سترګه ونه کتل شي.او مطيع الله صاب با عزته رها سي. خبرې ډیرې دي. بیا تبصره اوژدېژي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب