شنبه, جولای 27, 2024
Home+اروپا ته د چین د تر ټولو ستر مقام سفر

اروپا ته د چین د تر ټولو ستر مقام سفر

په داسې حال کې چې نړۍ له پېچلي وضعیت سره مخ ده اروپا ته د چین د تر ټولو لوړ مقام د سفر موخه او لاسته راوړنه به څه وي؟

محمدشفیق رشید

د چین د دولت رییس شي جین پينګ په داسې حال کې د مې میاشتې له پنځمې تر ۱۰مې اروپا ته په داسې مهال سفر وکړ چې نړۍ له سیاسي، نظامي او اقتصادي پلوه له سخت پړاوه د تېرېدو په حال کې ده.

نوموړي خپل سفر له فرانسې  پيل او ورپسې صربیا او هنګري ته لاړ چې د درېواړو اروپايي هېوادونو له خوا يې تود هرکلی وشو.

که څه هم د فلسطین او اوکراین مسئلو په شمول په ډېرو مسایلو کې دواړه لوري د نظر اختلاف لري خو دې کې هم شک نشته چې دواړو لوريو په نړیواله کچه یو د بل نفوذ هم درک کړی او پوهېږي چې په نړیوالو معادلو کې نه اروپا د چین پر نفوذ سترګې پټولای شي او نه هم چین د اروپا پر نفوذ، چې درېیو اروپايي هېوادونو له مشرانو سره د چین د عالي ترین مقام له خوا د لاسلیک شویو موافقو اوږد لېست دغه حقیقت په ډاګه کړی دی.

د رسنیو د معلوماتو له مخې په دې سفر کې د همکاریو پر اوږده لېست موافقه شوې چې شمېر يې په مجموعي ډول ۶۴ مواردو ته رسېږي.

په دې سفر کې  د چین او فرانسې ترمنځ څلور ګډې بیانيې او د وزارتونو ترمنځ د همکارۍ ۱۸ تړونونه لاسلیک شوي دي.

دغه راز چین او صربیا هم «په نوې زمانه کې په ګډ برخلیک سره د چین او صربیا ټولنې رامنځ ته کېدو ګډه بیانیې» او د همکارۍ ۲۸ سندونه لاسلیک یا يې په اړه موافقې شوې دي.

چین او هنګري هم د «په نوې زمانه کې تر هر ډول شرایطو لاندې جامع مشارکت بیانیه» خپره او د ۱۸ مواردو په اړه يې د همکارۍ سندونه لاسلیک کړي دي.

د دې سفر ځينې جزئیات د پام وړ او له چین سره د درېواړو اروپايي هېوادونو د دوستۍ او په نړۍوال ډکر کې د چین د نفوذ ښودنه کوي.

د فرانسې د دولت وزیر (لومړی وزیر) خپله د شي جین پينګ هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغی.

کله چې شي جین پينګ له فرانسې څخه وتلو نو د دغه هېواد ولسمشر امانوېل ماکرون خپله تر هوايي ډګره بدرګه کړ چې دا سترو قدرتونو په ډيپلوماسۍ کې نادره پېښه ده.

په صربیا کې هم د چین له تر ټولو لوړ مقام څخه حیرانونکی او نادر هرکلی وشو، داسې چې کله د شي جین پينګ ځانګړې الوتکه د صربیا هوايي حریم ته داخله شوه نو د کوربه هېواد دوو جنګي الوتکو هغه بدرګه کړه.

د دغه هېواد د مقاماتو په هوايي ډګر کې د شي جین پينګ هرکلي لپاره لوی صف جوړ کړ چې په دې جمله کې د صربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ او مېرمن يې ولادیمیر اورلیچ، د دغه هېواد پخوانی ولسمشر او مېرمن يې، لومړی وزیر، د پارلمان مشر او د بهرنیو وزیر یادولای شو.

د صربیا لسګونو زرو کسانو د شي جین پينګ د هرکلي په مراسمو کې ګډون وکړ او د دواړو هېوادونو ملي بېرغونه يې پورته کړي و او کله چې شي جین پينګ له دغه هېواد څخه وتلو نو د صربیا ولسمشر او مېرمنې يې شخصا دی تر هوايي ډګره بدرګه کړ او هوايي ډګره بیا هم د دغه هېواد جنګي الوتکو شي جین پينګ د سپرلۍ ځانګړې الوتکه بدرګه کړه .

هنګري د چین د دولت د رییس د سفر بل تم ځای و چې د دغه هېواد د ولسمشر او لومړي وزیر د ځانګړو بلنو په رڼا کې ترسره شو.

دا ډېره نادره ده چې د یوه هېواد ولسمشر او لومړی وزیر دې په عین وخت کې د بل هېواد مشر ته د سفر بلنې ورکړي.

کله چې شي جین پينګ هنګري ته ورسېد نو په هوايي ډګر کې د دغه هېواد د ولسمشر او لومړي وزیر دواړو هرکلی وکړ.

اروپا ته د چین د دولت د رییس سفر او د کوربه هېوادونو له خوا يې له تودو هرکلیو او د همکاریو تړونونو له اوږده لېسته دا ثابتېږي چې دواړه لوري په اقتصادي، سیاسي او نظامي برخو کې د یو او بل اهمیت درک کړی او پر دې پوهېږي چې ګټې د تقابل پر ځای له تعامل او ملګرتیا له لارې موندلی شي.

هم اروپا او هم چین پر دې پوهېږي چې په نړیواله کچه نفوذ لري او پردې نفوذ هېڅوک سترګې نشي پټولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب