یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهله پېښو سره د مبارزې د عالي کمیسیون فوق العاده غونډه او...

له پېښو سره د مبارزې د عالي کمیسیون فوق العاده غونډه او د بیړني حالت اعلان

تاند(شنبه، د ثور ۲۲ مه) په داسي حال کې چې د تازه سیلونو د مړینو شمېر د مړینو شمېر ۳۰۰ تنه ښودل کېږي، د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې عالي کمیسیون د بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو له مرګونو سیلونو وروسته فوق العاده غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې، چې د طالبانو د رييس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ دایره شوه د وروستیو سېلابونو له امله هېوادوالو ته د اوښتو زیانونو او هغوی ته د عاجلې مرستې رسولو په اړه خبرې شوې دي.

د ملګروملتو د خوړو د نړیوال پروګرام پر اساس، په هغو سیلونو کې چې پرون او تېره شپه یوازې په بغلان لایت کې راغلي، لږترلږه ۳۰۰ تنه مړه شوي، سلګونه نور ټپیان شوي او تر ۱۰۰۰ ډېر کورونه یومخ نړېدلي دي.

دا په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې، چې په افغانستان کې سخت ورښتونه او سیلونه پیل شوي، په یوه ورځ کې تر ټولو ډېر کسان دي چې په یوه ورځ کې ژوند بایلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بیړنی حالت اعلان کړی دی.

ملي دفاع وزارت وايي، چې د بغلان ولايت مرکز چهارشنبه تيپه د جرخوشک په سیمه کې د ۲۱۷ عمري قول اردو منسوبینو په سېلابونو کې بند پاتې هېوادوال چې په کې ښځې او ماشومان شامل وو، ژغورلي دي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملا عبدالغني برادر آخوند په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله هېوادوالو ته پر اوښتو زیانونو د خواشینۍ د حرګندولو ترڅنګ وویل چې مسئولې ادارې مکلفې دي چې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هېوادوالو ته پر وخت د مرستو رسولو لپاره پوره چمتووالی ولري.

په دې فوق العاده غونډه کې همدا رنګه، په یادو ولایتونو کې د سېلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د بېړنیو مرستو رسولو په موخه د کورنیو چارو وزارت، اقتصاد وزارت، روغتیا وزارت، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او سرې میاشتې په مشرۍ په ترتیب سره د نجات، مرستو د جلب او جذب، روغتیا او ټپیانو ته د رسېدنې، د تکفین او تدفین او د خوراکي توکو د چمتو کولو او رسولو کمېټې جوړې شوې دي.

پېښو ته د رسېدو عالي کمېسیون د ټاکل شویو کمېټو غړیو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه کړې چې ژر تر ژره دې د پېښې ځای ته ځان ورسوي او له شته امکاناتو څخه په استفادې سره دې، د زيانمنو شویو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.

د هوا پېژندنې ادارې سبا هم د افغانستان په ۸ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.

بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار هغه ولایتونو دي چې د اورښت او سېلابونو اټکل پکې شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب