شنبه, اپریل 27, 2024
Home+چې څه کرې، هغه به ریبې (متل) پوهاند دودیال

چې څه کرې، هغه به ریبې (متل) پوهاند دودیال

د Cop28 د نړیوال کنفرانس په مناسبت

پورتنی پښتو متل ظاهراً موږ ته د درنو نیکونو یو پند او نصیحت ښکاري، خو دا یواځې یو لنډ متل ندی، بلکې په دې کې لویه فلسفه او د نسلونوتجربی خوندي دي. دغه متل موږ ته راښيي چې موږ خپل هرعمل او هر حرکت ته سبا ورځ مسئول یاستو، خو افسوس چې موږ ډیر سوچ ورباندې نه کوو. موږ ګورو چې وچکالی، زلزلو، سیلاوونو، نویو ناروغیو، لوږې، تندې، د اوړي ډیرې ګرمی او په ژمي کې د اورښت کمښت سره مخامخ یاستو. د دې لامل زموږ خپل اعمال او بې خبري ده. افغانستان د اقلیم بد بدلون او بحران سره مخ دی.

 د نړۍ پرمختللي ملتونه ځان د سبا ورځې لپاره مسئول بولي. نړیوال سازمانونه، څېړنیز مراکز او علمی موسسات په دقت سره  بوخت دي او د سبا ورځې لپاره د ښه فصل په کرلو فکرکوي، ترڅو ښه حاصل وریبي. هر موجود/حاضر نسل (present generation) ځان د سبا ورځې نسل (next generation) ته مسئول بولي.

د اقلیمی بدلون له امله بشریت لویو ستونزو سره مخ دی. ترډیره پورې دا ستونزې په خپله انسان رامنځته کړي او اوس چی ډیره ناوخته نده، د هغو د ناوړه عواقبو د مخنیوي په لټه کې دی، په دې کې یو یې د اقلیم دبدلون ګواښ او ناورین/بحران دی. نور هیوادونه د دې ناورین په مخنیوي لګیا دي، خو موږ لاهم بې خبره یاستو.

د اقلیم د بدلون پآرټي اته ویشتم لوی مجلس دم.م. او د چاپیریال او اقلیم په اړه ددغه سازمان د ادارو، د نړی له دوه سوه د زیاتو حکومتونود استازیو، سازمانو او بیلابیلو بنسټونو، پوهانو، د اقلیم او چاپېریال د متخصصانو په ګډون له تېرو لسو ورځو بوخت و   او د بشر د سبا ورځې لپاره یې ډېرې مشورې او بحثونه وکړل. له بده مرغه موږ افغانانو ته د دې بحثونو په اړه فکرکول مهم نه ښکاري او ځانونه  ورڅخه نه خبروو ، په همدې خاطر هغه بد بوټي په مخه راځي چې موږ خپله کرلي دي.

CCC/Climate Change Conference او COP28د اقلیمی بدلون او چاپیریالی مسایلو په اړه دټول بشریت ګډ عقل او د پریکړو مرجع ده. د دې کنفرانس پریکړې افغانستان ته لازیاتې مهمې دي. د ژوند په بیلابیلو برخو کې د اقلیمی بدلون له امله پیدا شوې ستونزې نه یواځی موږ ته، بلکې ټولو ژوندیو موجوداتو ته لوی ګواښ دی. د ژوندیو موجوداتو( ژویو او بوټو) یوشمیر ډولونه (جینسونه اوسپیشزونه) یا له منځه تللي، یا د منځه تلو په حال کې دي، د ژوند تنوع د محدودیدو خواته ځي، نړیواله تودوخه (global warming)، له خارو او اوبو نیولی آن تر باران پورې تیزابی کیدل (aciding)، لوګي (smog)، ککړوونکي (pollutant) خپریدل، دسیلاوونو زیاتیدل، د دښتو پراخیتا، د اوزون د طبقی زیانمن کیدل او د اورښت دبڼې بدلون یی ناوړه تاثیرات دي. د ارقامو له مخې: په هوا کې د Carbon dioxide, methaneاو nitrous oxide غلظت په ۲۰۲۰م.کال کی ۴۱۴برخی په یومیلیون برخه هواکې (ppm) و، حال دا چې دا مقدار په اتلسمه پیړۍ کی280 parts per million (ppm) و، د میتان اندازه په شلمه پیړۍ کی 722 ppb و، خو تر ۲۰۱۹م. کال پوری 1,867 ppb  ته ورسېد، نایترس اکساید چې یوبل زهري ګاز دی، اندازه یې 332 ppb ته رسېدلې ده (Ewans,1997). د دې مانا دا ده چې ارقام دوه برابره شوي دي. دا تیرو ۸۰۰۰۰۰ کلونوکې بیساری زیاتوالی دی. موږ دکونړ، دهیواد دجنوبی غرونو، پستې او دمرکزی ولایتو دپاڼریژوونو ځنګلونه له لاسه ورکړل، دښارونو هوا او چاپیریال مو زښت زیات ککړ او ناولی دی، کرنیزې زمکی مو په نورو استعمالونو واړولې او د نورو استعمالونو ساحات بې استفادې یپاتی دي، د پامیر کنګلونه ویلې شوي او غرني ډنډونه او د غزنی د ولاړو اوبو په شان د اوبو زیرمی مو له لاسه ورکړی. دا ټول په اقلیم تاثیر لري.

اقلیم ( climate) ته جوی شرایط هم وایی، چې د باد، باران، تودوخی، وچوبې، اوبو، وریځو او دلمر دوړانګو دموجودیت، څرنګوالی او د توازن د اوږدې مودې مجموعه ده. په دې توګه ویلای شو چې: په طبیعی بڼه د یوې سیمې یا چاپیریال د اوبو، هوا، لمدبل، خاورې، باد، لمر، اورښت  او تودوخې شرایط او وضعیت اقلیم دی. اقلیم او اقلیم پېژندنه یوبل سره توپیر لري. اقلیم پېژندنه د اوږدې مودې په بهیر کې دیوې سیمې د آب او هوا کتنه ده. متاسفانه موږ د چاپیریال او اقلیم له ټولو عناصرو سره ظالمانه او بې توپیره چلند کوو. زراعتی زمکې مو له لاسه ورکړې، دزمکې شین فرش مو تبا، ځنګلونه مو قاچاق، دښکار وخت نه پېژنو، سمنټ ډیر استعمالوو، خاوره، اوبه او هوا مو ککړه کړه. فضله مواد مو ډیر زیات دی، د ضروری او غیر ضروری  وارداتو په تفکیک نه پوهیږو، له جریانی منابعو (اوبو، لمر، باد) څخه استفاده نشو کولای او هره ورځ یې له لاسه ورکوو، د ذخیروی منابعو (کان او بیولوژکی سرچینو) په اهمیت، مدیریت او اقتصادی دوامداره استفاده نه پوهیږو، نړیوالو کنفرانسونو کې برخه نه اخلو او نه یې له  ګټورو علمی سپارښتونو ځان خبروو. دا په داسې حال کی چې کتابونو، انترنیت اوزموږ تیلفون کی د اقلیم اوچاپیریال په اړه ضروری خبرونه او معلومات شته، جنتری (کلیز) کې مو د چاپیریال ساتنی او اقلیم دنه بدلون د احتیاط او توجه په خاطر لاندی ورځې لیکل شوي: دغبرګولی ۱۵-۲۲ دچاپیریال اونۍ، دکب شلمه د نیالګیوکرل او ساتنه، دمارچ دریمه د ځنګلی ژویودساتنې ورځ، د مارچ۲۱مه د زمکې د ښکتني سندروم ورځ، دمارچ ۲۲مه د اوبو نړیواله ورځ، د مارچ۲۳دهواپېژندنی نړیواله ورځ، د می دوهمه دتونامو کبانو او دشاتو د مچیو د ژوند دژغورنی ورځ، دجون پنځمه د چاپیرال ساتنی روځ، دجون اتمه د سمندر دپاک ساتلو ورځ او اولسم یی له وچکالی سره دمبارزی ورځ، دسپتمبراوومه دپاکی هوا اوشین آسمان د نمانځنې ورځ، د سپتمبر ۱۶مه د اوزون د ساتنې ورځ، د اکتوبر پنځمه د زرغونتیا ورځ، دډسمبر پنځمه د خاوری ورځ.

نړیوال د دغو ورځو په مناسبت علمی غونډې، بحثونه، پلانونه اوپریکړی کوي، موږ څخه هر کال دا ورځې په بی خبري تیریږي او کوم معقول او علمی تدبیر ورته نلرو. لازیاتی چاپیریال ککړوو او سرچینی له لاسه ورکوو. د ډسمبر په دولسمه COP28 خپله اعلامیه نشروي، هیله ده افغانان یی ولولی، په تیره بیا ځوانانو څخه تمه ده چې د دوی د سبا ورځې په خاطر دغه علمی سپارښتونه او د هوا، اقلیم او چاپیریال د متخصصینو نظرونه ولولي او عملی کولو ته یې چمتو اوسی، دا زموږ اوتاسو او زموږ د اولادونوپه خیر ده.

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ښاغلی پوهاند صاحب دودیال ،ډیره حیاتي موضوع مو سپړلې ده. خدای وکړي چې اړونده ادارې ،ځوان متخصصين او متخصصاتې وروزي او لکه د جوړولو یا آبادولو(ساختماني)پروژو تر څنګ دې ژوندوالې (حیاتي)سکالو(موضوع) ته پام وکړي.
    -د افغانستان د چاپیریال د ګکړوالي یو بل لوی لامل، زما په آند، په داڅو لسیزو کښې د زړو او نویو وسلو استعمال او د هغوی توکسیک یا زهرجن تاثیرات هم دي چې روسیه، امریکا او ګوډاګیان ې د افغان ماشومانو د کنسروجن او نورو معلولوونکو بیماریو عاملین او مجرمین دي ؛ لکه اوس په غزه کي یهود بني اسراییل!!
    -+دلته مې د اَ اِ اُ د اړوند چار واکي یوه خبره چې دې اواخرو کې ې پوکستاڼیانو ته وفرمایل:(دونه ې ….کړه چې ریبلی ې سې!)..که رښتیا ووایم زه د دغه شخصیت په مقصد پوه نه شوم او پنجابیان او انور ګکړ خو به غوژ هم نه وي ږرولی؛ ځکه شووکې، تالان او تورلینګیتوبونه ې پر مظلومانو زیات کړل او کم نه!!
    -بل داچې ډهلی او لاهور د هومره پرمختګ لافو شاپو سره د نړۍ ګکړ ترینه ښارونه ګڼل سوي!!!.

  2. سلام
    پوهاند صاحب د زیړ پګړی پوکستانی پرېکړه دتعلیم په هکله خوا شینونکې ده له کرلو او له رېبلو هم اوړی بس خلقی سیستم روان دی دفکری او ذهنی وچکالی او وچ فکری لړۍ روانه ده څوک له دباندې غوریږی او څوک له دنه کاربن دا ی اکۍاید او نور عناصر ورته حیران دی
    دفضل الرحمن لور درېبلو په کتار ولاړ دی

  3. قدرمنو او معززو وروڼو، جناب حمیدالله زړور ساپی صاحب او ښاغلی او منلی مهربان ورور جناب شریف زاد صاحب السلام علیکم.
    ستاسو له لطف او مهربانی څخه ډیره مننه. بالکل موافق یم. اصلی ټیکو ته مو ګوته نیولی ده . زما موخه تر ډیره پورې دا وه چې ځوانان داقلیمی بدلون راتلونکی ته ځیر کړو، همدا اوس د COP28 په غونډه کی عجیبی مقالی او نظرونه تر بحث لاندی وو. نړې اوږدې راتلونکی ته ځیر ده، خو موږ لا اوس هم ډیرو نږدی او روښانه مسایلو ته ځیر نه یاستو. په درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب