پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهدوحه کې د افغان ښځینه وو د زده کړو د حقونو په...

دوحه کې د افغان ښځینه وو د زده کړو د حقونو په اړه غونډه

تاند (شنبه، د قوس ۱۸ مه) ټاکل شوې چې نن د قطر پلازمېنه د افغان نجونو او ښځو د زده کړو په اړه د یوې ناستې کوربه وي.

به دې ناسته کې د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري، د افغانستان د پوهنې پخوانۍ وزیره رنګینه حمیدي او د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانې برخه اخلي.

د دې غونډې موخه د افغان نجونو او ښځو له زده کړو او نورو حقونو ملاتړ ښودل شوی.

ورته ناستې تر دې مخکې هم په ډېرو هېوادونو کې شوي، خو افغان نجونې او ښځې یې سمبولیکې او بې ګټې بولي.

د دوی په وینا، تر هغې چې په دې برخه کې نړیواله ټولنه په عاجل ډول طالبانو ته د اصلاح کېدو خبرداری ورنه کړي او لازم فشارونه پرې رانه وړي، په داسې غونډو د نجونو او ښځو تلف شوي حقونه نه شي اعاده کېدای.

د متحدو ایالتونو یو شمېر منتقدان بیا دا هېواد او متحدین یې تورنوي چې طالبانو سره یې د سولې معاملې پر وخت د افغان ښځو حقونه او ډېر نور ارزښتونه تر پښو لاندې کړل او د طالبانو د بدلیدو تبلیغات یې په لاره واچول.

یو شمېر خلک بیا د طالبانو مخالف سیاستوال او پرځېدلی جمهوري نظام هم تورنوي چې د جمهوري نظام پر مهال د دوی ناکامۍ، فساد او ورڅخه د افغانانو او نړیوالو زړه تور والی د طالبانو او امریکا د معاملې د اړتیا سبب شوي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، دوی افغان نجونو ته د ښوونځیو له شپږمو ټولګیو څخه د پورته زده کړو حق نه ورکوي.

دا پرېکړه د طالبانو په لیکو کې د اختلاف وړ هم ګرځېدلې او بیا- بیا یې یو شمېر چارواکو د بدو پایلو خبرداری ورکړی.

په وروستي ځل د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د یوې وینا پر مهال منلې چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د دوی خنډونه، له دوی څخه د افغانانو او نړیوالې ټولنې د واټن اخیستو سبب شوي دي.

طالب چارواکو تر اوسه د نجونو د زده کړو او ښځو د حقونو د نقض لپاره افغانانو او نړیوالو ته کومه قانع کوونکې توجیه نه ده وړاندې کړې.

دوی ټینګار کوي چې د نجونو د زده کړو موضوع به حل کړي، خو دعوه لري چې د نجونو او ښځو ټول حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین کړي.

له دې سره، طالب چارواکي او مدافعین د ښځو د حقونو او په ځانګړي ډول د زده کړو د مخنیوي لپاره یې له خپلو ننګونکو سره مناظرو ته نه دي حاضر شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب