دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد جګړې پر ځای په خبرو د ستونزو پر حل د طالبانو...

د جګړې پر ځای په خبرو د ستونزو پر حل د طالبانو د لوی درستیز ټینګار

تاند (شنبه، د قوس ۱۸ مه) د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت چې له څه مودې راهیسې د طالبانو مخالفانو خپل ولایت بدخشان ته له تلو منع شوی باله، بدخشان ته د سفر پر مهال د طالبانو مخالفانو ته د جګړې پر ځای د خبرو له لارې د ستونزو د حل بلنه ورکړې.

نوموړي په یوه یوه وینا کې ویلي چې جګړه د حل لاره نه ده او باید ستونزې په خبرو حل شي.

قاري فطرت په بدخشان کې یوې غونډې ته ویلي چې د دوی مخالفان او هرڅوک د جګړې له لارې کومې پایلې ته نه رسیږي.

هغه په ورته وخت کې ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې هېڅ کوم هېواد ته خطر نه دی پېښ او دوی داعش ډله په بشپړه توګه ځپلې ده.

د طالبانو لوی درستیز دغه راز د نړیوالو لخوا د دوی د رژیم د نه په رسمیت پېژندلو دلیل د هغوی د غوښتنو نامعقوله ګڼل او ردول بللي او زیاته کړې یې ده چې د ملي او اسلامي ارزښتونو خلاف غوښتنې به دوی ونه مني.

طالب چارواکو تل داسې خبرې کړي، خو هېڅکله یې نه دي ویلي چې نړیوالې ټولنې د دوی د په رسمیت پېژندلو لپاره څه ډول غیر اسلامي او غیر ملي غوښتنې ورڅخه کړې دي.

د افغان نجونو د تړلو ښوونځیو، پوهنتونونو او کار ځایونو پرانیستل، له تروریستي ډلوسره د اړیکو پرې کول، په افغانستان کې د ټولو د منلو وړ او منتخب حکومت جوړول په ټوله کې له طالبانو څخه د نړیوالو عمده غوښتنې ګڼل کیږي.

طالب چارواکي داسې مهال د خبرو له لارې خپلو  مخالفانو سره د ستونزو پر حل ټینګار کړی چې په وروستیو کې د دوی خلاف په یو شمېر هېوادونو کې د مخالفانو غونډې یې په زیاتیدو دي.

د طالبانو د یوې مخالفې جنګي ډلې مشر احمد مسعود چې په یادو غونډو کې یوه مرکزي څېره وي، طالب چارواکي له دغو غونډو په وېریدو تورن کړي خو د طالبانو چارواکو داسې غونډې بې ګټې او بې پایلې بللي.

اوړمه ورځ د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ادعا وکړه چې امریکا طالبانو ته د ټول شموله حکومت د زر جوړولو خبرداری ورکړی او ویلي چې که دا کار ونه شي، امریکا به د طالبانو د مخالفانو ملاتړ وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د حکمتیار دا څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې داسې کومه خبره نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب