چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeکلتورسینماشاه رخ خان وايي له امریکې ښه خاطره نه لري

شاه رخ خان وايي له امریکې ښه خاطره نه لري

میرویس جلالزی –

د بالیوډ  د سینما  نامتو مسلمان ستوری  شاه رخ خان  امریکا متحده ایالتونو ته  د سفر پر مهال  د لاس انجلس په هوايي ډګر کې  د یوې مودې لپاره د نظارت لاندې ونیول شو.

خان د ټویټر له  لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې  په امریکا کې یو ځل بیا  د سترې ناهیلې سره مخامخ شو.

شاه رخ ویلي دي چې  د لاس انجلس په هوايي  ډګر کې پرته د کوم لامل نه  د پولیسو لخوا ونیول شو.

هغه ویلي دي چې  د امنیتي تدابیرو په خاطر هر ډول  تدابیرو ته  درناوی کوي خو امریکا متحده ایالتونو ته  د هر سفر پر مهال  د کډوالو د ادارې لخوا د یوې مودې لپاره د نظارت لاندې نیول کیږي. دا ډول  چلند  په واقعیت سره  د ناهیلی کوونکی  دی.

د بله پلوه  په  امریکا متحده ایالتونو کې  د سویلي او منځني اسیا د چارو په برخه کې د  بهرنیو چارو د وزارت مرستیال  نیشا بیسوال  د شاه رخ خان سره  د شوي چلند له امله خواشیني څرګنده کړې او ویلي دي چې  امریکايي ډیپلوماټان هم وخت نا وخته د ورته چلند سره مخامخیږي.

د یادولو وړ ده چې  شاه رخ خان په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا د نیویارک په هوايي ډګر کې  د ۲ ساعتونو لپاره ، په ۲۰۱۲ کال کې  د نیویارک ایالت ترڅنګ  د وایټ پلین  په هوايي ډګر کې د ۹۰ دقیقو لپاره  د نظارت لاندې نیول شوی وو.

د هندوستان د سینما  تر ټولو د نامتو ستورو نه  شاه رخ خان چې په کینګ خان هم  مشهور دی  په څه باندې ۸۰ سینمايي فلمونو کې  کار کړی دی.

شاه رخ خان  د هنر د نړۍ سره  د بې سارو مرستو  له امله  د هندوستان د حکومت لخوا د پادما شري  او د فرانسې د حکومت لخوا  لیګیون دا هونیر په مډالونو  نازول شوی دی.

سربیره پر دې  هغه  په یو زیات شمیر نړۍوالو فیستیوالونو کې  تر ټولو د ښه فلمي اداکار  جایزې ترلاسه کړي دي.

همداشان د ملګروملتونو د علم او کولتوري میراثونو سازمان  یونسکو په ۲۰۱۱ کال کې  شاه رخان ته په نړۍ کې د بې وزلو ماشومانو سره د پوهنې په برخه کې د مرستو له امله د جایزه لایق وګاڼه  .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب