یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونهنن په ۱۲ ولایتونو کې د باران او تېزو بادونو اټکل شوی

نن په ۱۲ ولایتونو کې د باران او تېزو بادونو اټکل شوی

تاند (سې شنبه د لړم ـ عقرب ۱۳مه) د هوا پېژندنې ریاست نن سې شنبه په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، ننگرهار، کندز، بغلان، سمنگان، بامیان او پروان کې د ورښتونو اټکل کړی دی.

یادې ادارې په دغو ولایتونو کې د ورښتونو کچه له ١٠ تر ٣٥ ملي مترو ښودلې ده.

په عین حال کې هوا پېژندنې ریاست په شمالي، سویل، سویل ختیځ، لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې د توندو بادونو خبر ورکړی چې چټکتیا یې په ساعت کې له ٥٠ تر ٩٥ کیلومترو ښودل شوی.

د یاد ریاست په خبرپانه کې زیاته شوې چې، دا بادونه به له ځان سره خاورې او دوړې هم ولري.

خبرپانه کې عامو خلکو ته توصیه شوې، چې له اړتیا پرته دې له کورونو نه وځي، د سیندونو له غاړو دې لرې اوسي، د نیمه کاره ودانیو او لویو اوسپنیزو لیکدړو (لوحو)  شاوخوا دې له ناستي او دریدو ډډه وکړي.

د یاد اټکل له مخې نن سهار د ننګرهار په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې باران او سخته ږلۍ ورېدلې ده.

تر اوسه په ورېدلې ږلۍ او باران کې د زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو په خواله رسنیو کې په خپرو شویو وېډیو ګانو کې د ږلۍ شدت د اندېښنې وړ بلل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...