Homeخبرونهکرکټ بورډ، د هانګ کانګ ۶ اوریزو لوبو لپاره د افغان لوبډلې...

کرکټ بورډ، د هانګ کانګ ۶ اوریزو لوبو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ

تاند (سې شنبه د لړم ـ عقرب ۱۳ مه) د هانګ کانګ شپږ اوریزې سیالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ په یاد هېواد کې پیلېږي.

په دغو لوبو کې افغان لوبډله له نیپال او سویلي افریقا لوبډلو سره په لومړي ګروپ کې ځای لري.

افغان لوبډله د یادو سیالیو د مهالوېش له مخې به په لومړي پړاو کې خپلې دواړه سیالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره کړي.

د یادو سیالیو لپاره په افغان لوبډله کې ګلبدین نایب لوبډلمشر، نور الرحمن ویکټ ساتونکی، صدیق الله پاچا، اعجاز احمدزی، فرمان الله ساپی، شرف الدین اشرف او کریم جنت غوره شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...