پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+په سیاسي وچکالۍ کې راګیر هېوادونه| شاه زلمی

په سیاسي وچکالۍ کې راګیر هېوادونه| شاه زلمی

کله چې سیاست د ټولنې د ښېرازۍ، عدالت او پرمختګ وسیله نه وي، بلکې یوازې د یوې ډلې، ګوند یا عقیدې د پایښت او تسلط لپاره وکارول شي، نو دا حالت سیاسي وچکالي بلل کېږي.

په داسې نظامونو کې د سیاست دروازې یوازې یوې محدودې ډلې ته پرانیستې وي؛ نور سیاسي اړخونه یا ځپلي وي، یا د ګډون جرأت نه لري.

د دې وچکالۍ تر ټولو ستر قرباني ولس وي. نه اقتصادي فرصتونه پراخېږي، نه مذهبي زغم وده کوي، او نه هم اخلاقي ارزښتونه خوندي پاتې کېږي.

پر ټولنه  داسې سیوري خپور وي ، چېرې چې فکرونه وچېږي، امیدونه مري، او د بدلون فضا له منځه ځي.

سیاسي وچکالي څه ته ویل کېږي؟

په سیاسي وچکالۍ کې د هېواد سیاسي نظام په بشپړ ډول د یوه واکمن ګوند، کورنۍ یا شبکې تر کنټرول لاندې وي.

دغه واکمن ځواک له سیالۍ، نیوکې وېره او کرکه لري، او ولس ته یوازې دومره اجازه ورکوي، چې د موجود وضعیت تمثیل وکړي، نه رغونه او اصلاح.

د سیاسي وچکالۍ اقتصادي اغېزې:

په سیاسي وچکالۍ کې راګیر ولس له اقتصادي، مذهبي او اخلاقي پلوه ځورېږي. د دوی د ژوند ټول اړخونه د واکمن سیاست تر اغېز لاندې وي.

کله چې د تصمیم‌ نیونې مرکز یوازې د یوې ډلې له خوا کنټرولېږي، نو اقتصادي پالیسۍ هم د ولس پر ځای د هماغې ډلې د ګټو لپاره جوړېږي.

د پانګوالو، سوداګرو او تولیدوونکو لپاره فضا محدودېږي، سیالي له منځه ځي، او بازار له حیاتي خوځښت بې‌ برخې کېږي.

په پایله کې، یو عادي مزدور هم د ورځني کار لپاره حیران پاتې کېږي.
د هغه د ژوند اړتیاوې د سیاست ښکار کېږي، ځکه اقتصاد د عدالت پر ځای د انحصار تر سیوري لاندې راځي.

همداراز، دهقان چې ټوله کال له پټي سره مینه‌ناک ژوند تېروي، خوله تویوي، او د حاصل لپاره شپه‌ورځ خواري کوي، د کال په پای کې چې حساب وکړي، له خوارۍ پرته بل څه نه لري.

ځکه چې د هغه مېوه، غله‌ دانه او حاصل، د موسم له زحمت وروسته، د بازار تر دروازې پورې د سیاسي ناندریو، انحصار یا بې‌ثباتۍ قرباني شي، د صادراتو لارې پرې بندیږي مېوه په کارټنونو او لاریو کې ورسته او خوسا شي.

دی نه یوازې له اقتصادي بې‌ عدالتۍ ځورېږي، بلکې دا احساس هم لري، چې هغه نظام چې باید د ده د خواري قدر وکړي، اصلاً د ده ژوند ته هېڅ اهمیت نه ورکوي.

په اقتصادي وچکالۍ کې راګیر ولس د سوداګرۍ یا پانګونې پر ځای دا غوره ګڼي، چې خپل ځوانان بهر ته واستوي، څو د خوښي مزدورۍ له لارې ژوند وژغوري ځکه دوی باور لري، چې دلته‌ یې خواري بې‌پایلې ده،

په داسې حال کې، هېڅ پانګوال زړه نه ښه کوي، چې اوږد مهاله پانګونه وکړي، ځکه ویره لري، چې پانګه به یې له منځه لاړه شي او ستر مالي زیان به وويني. د اقتصادي وچکالۍ تر اغیز لاندې د هېواد کانونه او معدنونه ددې پرځای چې د ولس د سوکالۍ لپاره وکارول شي ټوله ګټه یې د حاکمې ډلې جیبونو ته لویږي همدا سیاسي وچکالي ده، چې د اقتصادي وچکالۍ زمینه برابروي.

د سیاسي وچکالۍ مذهبي اغېزې:

کله چې ولس د سیاسي وچکالۍ تر فشار لاندې راشي، نو دین، چې باید د زغم، تفاهم او وحدت وسیله وي، خپله اصلي دنده له لاسه ورکوي.

سیاسي ځواک، چې یوازې د واک بقا ته ژمن وي، دین د خپلو ګټو لپاره کاروي – نه د ټولنې د اخلاقي پیاوړتیا لپاره.

په دې حالت کې، د ولس پام له ملي یووالي، ګډو ارزښتونو او کلتوري مشترکاتو څخه منحرفېږي، او پر دې تمرکز کوي، چې څنګه یوبل له منځه یوسي.

سیاسي واکمن قصداً مذهبي تفرقې ته زمینه برابروي، څو هره ډله د بلې پر ضد ودرېږي، او له همدې لارې خپل واک وساتي.

مذهبي ډلې، چې باید د زغم، اخلاقو او انسانیت او د یو بل د منلو درس ورکړي، د تعصب، توهین او پېغور ډګر ته راکوزېږي.

بیانونه او تقریرونه یې د اصلاح پر ځای د یوبل سپکاوي ته ځانګړي شوي وي؛ د تکفیر فرهنګ وده کوي، او هڅه کېږي، چې خپل مریدان تر نورو زیات کړي.

هغه چارې چې دولت یې باید تنظیم کړي، د دوی پلویان یې د خپلو خوښو له مخې تر سره کوي.

قانون له منځه ځي، او قضاوتونه د مریدانو له‌خوا تر سره کېږي.
داسې پرېکړې هم کېږي، چې د ترحم او انساني ارزښتونو څرک پکې نه لیدل کېږي، هر نفر پکې په خپله خوښه قاضي او حاکم وي.

دا حالت د مذهبي وچکالۍ تر ټولو سخت شکل دی – یعنې هغه وخت چې دین خپله فکري، اخلاقي او روحي ژوروالی له لاسه ورکوي.

د سیاسي وچکالۍ اخلاقي اغېزې:

کله چې سیاسي وچکالي اوږده شي، دا د ټولنې پر اخلاقي بنيادونو ژور اغېز کوي.
رښتیا، انصاف، امانت، تحمل او مسئولیت‌مننه خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

په داسې چاپېریال کې وګړي نه د اصولو، بلکې د ځان‌ د بسیا کولو لپاره هڅه کوي.
چاپلوسي، ویره، درواغ، دوکه او سیاسي وفاداري د اخلاقو پر ځای معیار ګرځي.

تعلیمي نظام، چې باید د فکر، تحقیق، پوښتنې او شخصیت روزنې زمینه برابره کړي، د ذهني بندیز ښکار کېږي.

ښوونکي نه شي کولای خپل نظر څرګند کړي، محصلین له پوښتنو ډډه کوي، او نصاب د قدرت د خوښې له مخې جوړېږي، پر روښانفکرو شخصیتونو غیر اخلاقي تورونه لګول کېږي او هڅه کېږي چې له تعلیمي ډګره یې په رنګارنګ پلمو وباسي.

زده کړه د انساني ودې پر ځای، د واکمن نظام د خوښې جوړونې ته تمایل پیدا کوي – داسې چې له ښوونځي نه تر پوهنتونه، زده کوونکی یوازې یو مقلد وي، نه یو خلاق انسان.

په دې فضا کې، د ښوونې موخه نه اصلاح وي، نه پرمختګ، بلکې یوازې اطاعت.
ځوان نسل نه د حقیقت ویلو زغم پیدا کوي، نه هم د خیر او حق لپاره ودریږي
دوی دا زده کوي چې د چوپ پاتې کېدو، یا د دروغو تکرار، تر ټولو خوندي لاره ده.

ولس د خپلو حقونو لپاره غږ نه پورته کوي، په ټولو هغه نارواو غلي وي چې د واکمنو له لوري ترسره کېږي. د بیان آزادۍ تر سانسور لاندې وي  ځکه چې د حاکمې ادارې اصلي څېره ولس ته ښکاره کېږي.

په پایله کې، ټولنه له ننه رژیږي – ځکه چې نه اخلاق پاتې وي، نه تفکر، نه وجدان.
دا هغه اخلاقي وچکالي ده، چې  د ملتونو د سقوط پایله وي.

پایله:

ټولې وچکالۍ – اقتصادي، مذهبي او اخلاقي – له سیاسي وچکالۍ سرچینه اخلي.
تر څو چې سیاسي شفافیت، د نظر ازادي، او د قانون حاکمیت نه وي، ټولنه به له زوال سره مخ وي – هغه که په بازار کې وي، که په محراب، ښوونځي او پوهنتون کې.

لیکوال: شاه زلمی

1 COMMENT

  1. محترم لیکوال د وچکالۍ په تعبیر ټول هغه ملی مهلکات کوم چي اصلی او قیمتی ګوهر د انسانیت، عقل او علم سره معکوسه رابطه لری څیړلی او په خپله خوږه ، نرمه او دعوتی ژبه یی عقلاوو ته اشارې کړی کومې چي اصحاب خرد ته کافی دی ؛ او مؤمن امرا باید لکه خلفای راشدین رض ووایی : الحمد لله داسې څوک لرو چي موږ سمې ته برابروی ؛ او دا د ایمان ،عقل او علم نښه ده.
    معلم بشریت ص فرمایلی : که دوې طبقی خلک ښه وو نو ښه توب وده او عمومیت پیدا کوی او هغه امراء او علما دی .
    بناءََ که امراء د وچکالۍ یتیمان او له انسانی او بیا جوهر آدمیت او آمریت نه محروم او بیا حاکم شی نو ؛ فانتظروا الساعه.
    انحصار به یواځی سیاسی نه بلکی اقتصادی ،امنیتی او حتی یواځی ځان ورته انسان ښکاری او نور ملت ته د انسان په نظر هم نه ګوری ؛ځکه خپله انسانی سابقه نلری .
    امیر ته که فقیر وایی چي وږی یم وایی : الله ته بغارې کړۍ .
    نو داسی ښکاری چي اوس هم وظیفه خور طالب دی او په انفاق فی سبیل الله ایمان نلری . نور منطق او حل نلری .
    که ورته وویل شی: اعدلوا هو اقرب للتقوی .
    وایی موږ ګټلې، بل مستحق نشته او انحصار زموږ حق دی.
    که ورته وایی ،سپی دی وتړه : وایی دا مجاهدین دی حق لری چي هر څه وکړی د خرو مینه لغته ده همدا یی طبیعت دی د تلتکوالو.
    نو خلاصه دا ډول وچکالی د ملت لپاره تدریجی مرګ او د جاهل او بی عقلو حکامو لپاره حیوانی ژوند دی خسر الدنیا والاخره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...