پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهتېره میاشت پر رېللار ۳۹۳ زره ټنه سوداګري شوې

تېره میاشت پر رېللار ۳۹۳ زره ټنه سوداګري شوې

تاند『سه شنبه د زمري ـ اسد ۷مه』د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت مسؤلان وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تېره چنګاښ میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۹۳ زره او ۲۹۴ مټریک ټنه صادرات او واردات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن (سه شنبه) د یادې میاشتې په اړه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې، په دغو انتقالاتو کې ۲۸۶ زره او ۱۷۸ ټنه د حیرتان، ۳۷ زره او ۲۲۶ ټنه د هرات- خواف، ۳۶ زره او ۱۰۹ د تورغونډۍ او ۳۳ زره ۷۷۲ ټنه د آقینې بندر له لارو صادر او وارد شوي دي.

حق شناس زیاته کړې چې ، په دغو صادراتو او وارداتو کي ۳ زره او ۱۸۹ ټنه صادرات شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په صادراتو کې ډېره برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې دغه وزارت په غبرګولي میاشت کې هم د ۳۱۲ زره ټنو انتقالاتو د ترسره کېدو خبر ورکړی وو.

اقتصادي کارپوهان بیا تر وارداتو د صادراتو پر زیاتوالي زیات ټینګار کوي.

دوی وایي که طالبان اقتصادي برخه کې د وطن ځان بسیاینه غواړي نو په هره برخه کې باید داخلي تولید زیات کړي څو ورسره صادرات لوړ او د وارداتو کچه راټیټه شي.

د وارداتو په نسبت د صادراتو زیاتېده ولې مهم دي، اقتصاد پوهان یې په اړه وایي:

“تر وارداتو د صادراتو زیاتوالی د یوه هېواد لپاره ځکه مهم دی چې دا د اقتصادي ودې، د بهرنیو اسعارو لاسته راوړلو، او د سوداګرۍ د توازن د ښه کېدو لامل کېږي. کله چې هېواد ډېر صادرات ولري، نه یوازې د ملي تولیداتو لپاره بازار موندل کېږي، بلکې د خلکو لپاره کاري فرصتونه هم زیاتېږي، عاید لوړېږي، او د ملي اسعارو ارزښت ټینګېږي. دا چاره د بهرنیو پورونو اړتیا کموي او هېواد ته نړیوال اقتصادي اعتبار ورکوي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...