تاند『سه شنبه د زمري ـ اسد ۷مه』د طالبانو د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او یو شمېر نورو طالب چارواکو بهرنیو هېوادونو ته د افغان مسلکي کارګرو د قانوني لېږد لړۍ په رسمي ډول نن سه شنبه پیل کړه.
د طالب چارواکو په خبره دغه اقدام د اقتصادي ودې، د بې کارۍ کمولو او له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لپاره مهم دی.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت پرون دوشنبه د نوملیکنې برخې هم په ډاګه کړې.
د برېښنا انجنیر Electrical Engineer، د برېښنايي موټرو مستري Automotive Technician، شیدو لوشونکی Milker، د رسمي مېلمستیاوو سرآشپز Chef de Partie، سرآشپز دوه بسته Head Chef، د آشپز لومړی مرستیال یا (COMMIS 1)، آشپز دویم مرستیال یا (COMMIS 2)، د هوټل د تفریح لارښوونکی یا Hotel Recreation Instructor، د خوړو او نوشابو بس چلوونکی یا F&B Bus Runner، د هوټل تفریحي لارښوونکی؛ دویم بست یا Hotel Recreation Instructor، د پاک کارۍ د مېز همغږيکوونکی یا Housekeeping Desk Coordinator، دوه بسته، د ریزرف کولو استازی یا Hotel Reservations Agent او د خونو د پاکولو خدمتګار یا Housekeeping Room Attendant هغه برخې دي چې افغان کارګر به ورته لېږدول کېږي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې نوملیکنه به د هېواد په بېلابېلو زونونو او ولایتونو کې نن سه شنبه د اسد له ۷ مې نېټې د ځانګړو ادرسونو له لارې ترسره پیلېږي.
سرچینه زیاتوي، چې یاد وزارت ټولنیزو رسنیو کې پر خپلو رسمي ادرسونو د یادو شرکتونو نومونه او ادرسونه په بشپړ ډول نشر کړي، چې هېوادوال هلته نوملیکنه کولی شي.
دا کارګر داسې مهال استول کېږي، چې افغانستان کې د بېکارۍ کچه ورځ نه بلې ته په لوړېدو او د بېوزلۍ کچه په پراخېدو ده.
دا کارګر به څوک وي؟ د طالبانو کسان، چا چې ددوی په اند تش په نوم جهاد کړی؟ د پیسو په بدل کې او که د دولتي کسانو خپلوان؟ فکر نکوم عام ولس ته موقع ورکړل شي.