پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهروغتیا نړیوال سازمان؛ افغانستان کې د کور په کور واکسین پز نه...

روغتیا نړیوال سازمان؛ افغانستان کې د کور په کور واکسین پز نه تطبیق اندېښنه ښودلې

تاند『سه شنبه د زمري ـ اسد ۷مه』‏د پولیو د نړیوال بېړني روغتیایی وضعیت د ۴۲مې غونډې اعلامیه کې راغلي چې، په افغانستان کې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د پولیو ویروس پېښو او چاپېریالي نمونو کې د زیاتوالي تمرکز تر ډېره په سویلي سیمه کې شوی.

اعلامیه زیاتوي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړنۍ نیمایي کې په ختیځ کې د پولیو کچه په څرګند ډول راټیټه شوې چې دا د دغې سیمې د اوسېدونکو د معافیت د ښه والي نښه ده.

د معلوماتو له مخې افغانستان تر اوسه په ۲۰۲۵ کال کې دوه ملي او دوه فرعي واکسین کمپاینونه کړي، په داسې حال کې چې پاکستان درې ملي او یو فرعي کمپاین ترسره کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو کمیټه لا هم په افغانستان کې د کور په کور واکسین کمپاینونو د نه ترسراوي په اړه اندېښنه لري.

یاد سازمان زیاتوي چې دغه ستونزه ماشومان، په ځانګړې توګه نوې زیږېدلي او کوچنيان له واکسینه د پاتې کېدو له جدي خطر سره مخ کوي.

دغه اندېښنه داسې مهال ښودل کېږي، چې د عامو خلکو په وینا د افغانستان په لرو پرتو غره ییزو سیمو کې اوس هم په زیات شمېر ماشومان د نه څار له امله له دغه واکسینه بې برخې پاتې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...