پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهامريکا لسګونه زره افغانانو ته د یو نیم کلنې استوګنې اسناد ورکړل

امريکا لسګونه زره افغانانو ته د یو نیم کلنې استوګنې اسناد ورکړل

تاند:(چهارشنبه، د حوت ۲۵ مه) ‏د امريکا متحده ايالاتو حکومت دغه هېواد ته ورغلو زرګونو افغانانو ته د یو نیم کلنې استوګنې اسناد ورکړل.

د دغه پروګرام په اساس، څه باندې ۷۴ زره او ۵۰۰ کسان چې له افغانستان څخه دغه هېواد ته لیږدول شوي، هلته د کار او موقت ژوند زمینه ورته برابريږي.

د متحده ايالاتو د داخلي امنيت وزارت ويلي چې شاوخوا ۲ زره هغو افغان محصلانو ته هم په امريکا کې د استوګنې اسناد ورکړل شوي چې په سياحتي ويزه امريکا ته تللي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، شاوخوا ۱۲۴ زره افغانان د متحده ايالاتو له لوري دغه هېواد ته ولېږدول شول.

د طالبانو له واکمنیدو سره په سلګونه زره افغانان نه يوازې امریکا بلکې ډېرو نورو هېوادونو ته د امنيتي ننګونو، اقتصادي او بشري ناورين، د خلکو پر خصوصي ژوند د طالبانو د سختو قیوداتو او لاس جیګولو له کبله کډوال شول او دا لړۍ لا دوام لري.

طالبانو نن هېواد ته د بهر مېشتو افغان شخصیتونو د ستنولو لپاره يو لوړپوړی کميسيون وټاکه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...