سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهپه کندهار کې په ۵۰ ميليون افغانيو د اوبو یو بل بند...

په کندهار کې په ۵۰ ميليون افغانيو د اوبو یو بل بند جوړېږي

تاند:(چار شنبه، د حوت ۲۵ مه) ‏د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالي کې د ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو د یوه بند د جوړولو چارې پيل شوې.

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ويلي چې دغه بند د دغه وزارت په بودجه جوړېږي.

د اړوندو چارواکو د معلوماتو له مخې، دا بند به په پنځو میاشتو بشپړ شي او د ۴۰ زره جریبه ځمکې د خړوب وړتیا به ولري.

څو ورځې مخکې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم د ۴۰ ميليون افغانيو په لګښت د اوبو د يوه بند د جوړولو د پیل خبر ورکړل شوی و.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او دغه راز د انرژۍ وزارت د اوبو مدیریت له خپلو مهمو کاري لومړیتونو څخه ګڼلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنیدو سره په لومړیو ورځو کې طالبانو د اوبو د تنظيم د ملي ادارې مشر انجنير تکل له دندې رخصت او پر ځای یې یو ملا وټاکه.

د طالبانو پر دې پریکړې خلکو له دې کبله توند غبرګونونه وښودل، چې انجینر تکل یو غیر سیاسي او د اوبو د تنظيم مشهور متخصص و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب