Homeخبرونهنن د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل شوی

نن د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل شوی

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۱ مه) د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست له اټکل سره سم به نن (یکشنبه) د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې بارانونه واوري.

دې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د باران ترڅنګ د سیلونو د راوتلو احتمال هم شته او په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۵ میلي مترو پورې وي.

د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردک، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، روزګان او کندهار هغه ولایتونه دي چې نن پکې د ورښتونو او سیلونو وړاندوینه شوې ده.
د هوا پیژندنې ادارې همداراز په یادو ولایتونو کې د تېزو ورښتونو او سیلونو ترڅنګ د برېښنا او بادونو اټکل کړی دی.

سږ کال د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د تېرو کلونو خلاف د ژمۍ له وروستۍ میاشتې راهیسي بارانونو دوام کړی چې له کبله یې خلکو ته د سرومال ډېر تاوانونه اړولي دي.

دا ورښتونه او سیلونه د اقلیمي بدلون پابله بلل کېږي.

پرون د غزني او کندهار څو اوسیدونکو تاند ته وویل چې بارانونو یې انګور تر ډېره حده خراب کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...