یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملي بانک: کافي فزیکي پيسې لرو، سوداګرو سره همکاري کولای شوو

ملي بانک: کافي فزیکي پيسې لرو، سوداګرو سره همکاري کولای شوو

تاند:( سې شنبه، د جدي اته ویشتمه) د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د افغانستان د ملي بانک د چارواکو په حواله ويلي، چې دغه بانک په کافي اندازه فزيکي پيسې لري او د کورنيو سوداګرو تر څنګ له بهرنيو هغو سره هم همکاري کولای شي.

سرچينې زياته کړې، چې د ملي بانک پلاوي دا څرګندونې د‏ طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي سره په کتنه کې کړي.

طالب وزير له ياد شوي پلاوي غوښتي، چې د غوښتنو او خدمتونو په اړه خپل پلانونه له دغه وزارت سره شریک کړي او د بېلابېلو پروګرامونو له لارې خدمات خلکو ته وړاندې کړي.

‏ د ملي بانک اداري پلاوي په دې ليدنه کې ويلي: چې دغه بانک په کافي اندازه فزیکي پیسې لري او کولای شي له سوداګرو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

 د بانک پلاوي له بهرنیو سوداګرو او بانکونو سره هم راکړې ورکړې ته چمتووالی ښودلی.

خلک بيا داسې خبرونو ته ډېر هيله من نه دي او وايي، چې له یوې اونۍ راهيسې طالب چارواکو د بانکونو د ای ټي ایم ماشينونو د فعالیدو خبر هم ورکړی، خو عملا دا کار نه دی شوی او دوی له ای ټي ایم ماشينونو څه، چې خپله له بانکونو څخه هم خپلې پيسې نه شي تر لاسه کولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب