Homeخبرونههلمند کې يوه ۱۵ کلن ‌هلک ځان وژلی

هلمند کې يوه ۱۵ کلن ‌هلک ځان وژلی

تاند:( سې شنبه، د جدي اته ویشتمه) ‏د هلمند ځايي چارواکو ويلي، چې د دې ولايت په مرکز لښکرګاه کې یوه پنځلس کلن هلک ځان وژلی دی.

د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه هلک له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان زندۍ کړی دی.

د نوموړي کورنۍ او خپلوانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې، په افغانستان کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي، چې اقتصادي ستونزې او رواني ناروغۍ يې يو اصلي دلیل ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس، په افغانستان کې تر ۲۴ میليونه پورې خلک سخت فقر ځپلي او ميليونونه نور د خوارځواکۍ له کبله د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...