جمعه, اپریل 26, 2024
Homeټولنیزاوښکه | محمدایاز ذکي

اوښکه | محمدایاز ذکي

د انسان د بیولوژیکي ځانګړو په تړاو ځیني وخت، د مختلفو احساساتو، بیلابیلو لاملونو (محیطي، کیمیاوي، فزیکي) له کبله د انسان سترګو په کره کې اوبه راځي؛ چې ددغه اوبو معمول نوم اوښکې دي. د اوښکې مایع د اوبو، مالګې، ایمونو ګلوبینونو، ګلوکوز، پوتاشیم، سودیم… ترکیب دی. اوښکې د سترګو کره نمجنه ساتي تر څو سترګې خپله د لیدلو دنده سرته ورسوي. اوښکې د  لیپیدونو، لیزوزیم، لاکتوفرین، ماکین، لیپوکالونو، لیکترین موادو په لرلو سره سترګه له ګرد غبار، باکتریاوو او نورو بیروني افتونو څخه ساتي. (۱)

انسان ولې اوښکې تویوي؟ ولې اوښکې راځي؟ او همدارنګه په ټولنیز ژوند کې د اوښکو تعریف او ترشا یې محتوا څه ده؟ او په ټوله کې د اوښکو ګټه څه ده؟ دا او ددې ورته پوښتنو ځواب به د دې لیکنې برخه وي.

اوښکې معمولا درې لوی لاملونه لري، چې له سترګو بهیږي.

۱: د سترګو طبعي جوړښت (عادي اوښکې ): د سترګو په کره کې د اوښکو غدې او باکتریا ضد موادو شتون له امله، چې معمولا د سترګو احاطې اوبلنه ساتي؛ سم فعالیت(ښه لید) په موخه تولیدیږي. 

۲: غیر ارادي اوښکې: دغه اوښکې د تحریک کوونکي عامل ( لوګی، پیاز، خارښت…) په وجه غیر اختیاري له سترګو راځي.

۳: احساساتي اوښکې: دغه اوښکې هم بې واکه د یو احساس له مخې (عاطفه، استرس، مینه، ….) راځي.

د پورته درو لاملونو څخه یوازې یې پر دریم لامل بحث کوو؛ ځکه چې زموږ ژوند زیاته برخه پر احساساتو ولاړه ده.

که احساس د عمل لپاره محرک په توګه تعریف شي، نو زموږ ټولې کړنې د احساس له مخې رامنځ ته کیږي. اوښکو تل د انسانانو ریښتني او صادقه ملګرتیا کړې او تل یې د انسان؛ بغیر ددې چې نژاد، مذهب، مال،عمر، موقف… یې په نظر کې ونیسي د ارامښت او ډاډ هڅه کړې. دا چې ملتیا یې کوم ځایونه او رنګونه لري ، لږ پرې تم کیږم.

حدیث شریف دی، هغه سترګې چې د الله ج له ویرې ترې اوښکې راشي ، نو پر دغه سترګو د دوزخ اور حرام دی. دلته اوښکه چې د رب له ویرې احساسه راځي ، انسان ته د یوې سترې کامیابۍ زیری ورکوي.

انسان په ټولنیز ژوند کې له ګڼو ستونزو، مایوسیو، ناهیلیو، ظلمونو سره مخ کیږي، نو د حالاتو د سمون لپاره مختلفې لارې تجربه کوي، خو کله چې له ټولو ناهیلی راستون شي، نو ژړا چې د اوښکو لپاره یو عمل دی ورته خپله غیږ پرانیزي او انسان سره په ګډه درد، غم او مشکل په اوږو وړي. ارواپوهنه او طبابت سپارښتنه کوي، چې تاسو وژاړئ، تر څو غم او درد موکم شي. اوښکه د اکسي توسین او اندورفین مواد لري، چې دا مواد انسان په خوښ ساتلو، خوب راوستلو او همدارنګه د خفګان او فزیکي درد ارامولو کې رول لري.

اوښکه په ټولنیز ژوند کې د عجز، ناتواني سمبول او دعاطفې د راپارولو یو قوي ځواک دی. موږ کله کله د خپل عزت النفس له وجې چې انسان یې فطري لري؛ یا د عرف او قانون له مخې او یا هم بل ټولنیز تحریم له کبله ډیرې خبرې په ژبه نشو بیانولی، نو اوښکه د همغه خبرو او تحریمونو ترجماني کوي. بې کسي، بې وسي،مینه … د همدغه حالت د تعریف ابعاد دی.

اوښکې یوازې د درد او غم مشغولا نه ده، بلکې انسان سره د عاطفي تړاو په بنیاد په خوشالي کې هم برخه اخلي. ډیر انسانان د یوې لویې لاسته راوړنې، کامیابۍ او خوښیو په ډیرو موقعو کې د  انسان خوشالي بدرګه کوي او د ده احساساتو سره ملې له سترګو راونې وي.

ــ اوښکې د بې کسه او بې وسه انسانانو لخوا نورو ته مرستې او کمک عرض دی. موږ کله چې د رب رحم او د انساني ژوند په معمول د نورو د عاطفې غوښتونکي شو، نو همدغې تمې لپاره اوښکې تویوو.

(اوښکه) دا له پنځو تورو جوړه کلمه زه یوازې یوه کلمه نه، بلکې یو مفهوم ګڼم، چې ترشا یوه لویه محتوا لري، که لفظ تجزیه او معنا کړو، دا هر یو توری یې د ژوند راز دی.

ا: اواز و: وقار  ښ: ښایست ک: کمیني او ه: هوساینه ده. یانې که ووایو چې اوښکه د درد، غم، بې وسیو، او مرستې اواز؛ د ډیرو رازونو پټ ساتلو وقار؛ د ژوند د مانا په توګه ښایست؛ د تکبر او لویې پر ضد کمیني او د ژوند یو ملګري په توګه تل هوساینه ده.

دا چې اوښکې ټوله منځپانګه په وروستي تعریف کې رانغاړل کیږي، نو ددومره لوی قیمت او ارزښت سره باید عادي او ناچیزه مسایلو ته مخاطبې نشي او د دې عظمت ته په کتو هغه چاته تویه شي، چې په قدر پوهیږي او بشري ژوند ورایخوا الله ج ته تر ټولو ښه قدرمنه او انسان ته یې بې حده لوی قیمت ورکوي.

  1. Namak.com ژباړه
  2. تحلیل او ذهني برداشت لیکنه: م ذکي

ښاغلی محمدایاز ذکي یم د پکتیا پوهنتون د ژورنالیزم څانګې استاد دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب