ککړه هوا په ښاري ژوند کې د نن سبا تر ټولو لویه او وژونکې پدیده ده. د جامدو او مایعو موادو سون، د ډبرو سکاره، زاړه موټر او نورو زهري وړانګو د انسانانو او څارویو روغتیا او ژوند له ستر ګواښ سره مخ کړي دي.
د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ په ټولو هېوادونو کې د ښارونو زیاتېدل د تخنیکي عصر یوه نه اټکل کېدونکې پایله بلل کېږي. په اوسني وخت کې ښاري پراختیا په ځانګړې توګه په وروسته پاتې او د مخ پر ودې هېوادونو کې خورا زیان رسوونکې بلل کېږي. دې کار د ښاري پراختیا او ښکلا منفي اغېزې زیاتې کړې دي. د هوا د ککړتیا له امله د ځمکې د اتموسفیر ځینې برخې هم د انسان روغتیا ته زیان اړوي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د موندنو له مخې ککړه هوا زموږ د هېواد په ګډون په نړیواله کچه ۵،۵ ملیونونه انسانان وژني. زموږ هېواد په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل هم د دې سترې او وژونکې وبا په کتار کې تر ټولو ښارونو مخکښ دی. د حکومت او په ځانګړې توګه د چاپېریال ساتنې ادارې یو لوی مسؤلیت د ککړې هوا مخنیوی او ښاریانو ته د خپل ایماني او وجداني مسؤلیت له مخې د پاکې او رڼې هوا لپاره کار کول دي، څو هېوادوال پرته له اندېښنې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
د چاپېریال پاکول یوازې د اړوندو ادارو کار هم نه دی، بلکې په دې برخه کې د عامو ښاریانو مرسته هم یو له مهمو فکټورونو څخه ده، چې باید د خپلې ګډې همکارۍ له مخې د ښار هوا پاکه او د ککړې هوا قرباني را قابو کړي. دغه راز څو چې د ښارګوټو، هوټلونو، د خښتو د بټیو، حمامونو او نورو دود تولیدوونکو بټیو مالکان د چاپېریال ساتنې ادارې له دریځ سره مرسته ونکړي، د ښاري ککړتیا مهارول به خورا ستونزمن وي.
د چاپېریال ساتنې اداره په کابل او نورو ګڼ مېشتو ښارونو کې د هوا ککړتیا لاملونه داسې څرګندوي:
د چاپېریال ساتنې قانون په عملي کېدو او پلي کېدو کې د ښاریانو او دود تولیدوونکو بټیو د مالکانو ټګي او همکاري نه کول.
د ټیټ کیفیت لرونکي (غیر معیاري) د سون توکي، نفتي مواد، ډبرو سکرو او نورو غازونو سوځول.
د سړکونو خام والی، تنګ والی او ځینې سړکونه بیا د مختلفو دلایلو له مخې تړل کېدل.
د ښارونو شاوخوا غرونو کې د شنو ځایونو او سرسبزۍ نشتوالی او د کورونو غیر معیاري جوړول.
د ککړې هوا په مخنیوي کې د خلکو نه پاملرنه او نه همکاري کول.
بېوزلي
د منظم ډله ییز ټرانسپورټ نه شتون او د شخصي موټرو ډېر کارول. همدارنګه د موټرو لپاره د منظمو تم ځایونو نشتوالی.
د چاپېریالي انجیو او ټولنو نشتوالی
دوامداره وچکالي او د واورو کم ورښت
په لویو او وړو ښارونو کې د نفوسو بې سارې زیاتېدل
د هوا ککړتیا په اوږد مهال کې د انسان د تنفسي، عصبي او د زړه د ناروغیو لامل کېږي. له بده مرغه ډېری خلک په خپل ځان باندې د ککړې هوا له منفي اغېزو نا خبره دي. له رواني اړخه هم نا پاکه هوا د انسان په روان باندې منفي اغېز کوي، اضطراب، فشار، د زغم کمښت او شیزوفرینا هغه حالتونه دي چې د ککړې هوا له امله د انسان پر روان واردیږي.
پر اضطراب باندې د ککړې هوا اغېزې:
په یوه څېړنه کې چې په ۲۰۱۸ کال کې خپره شوه، د بکن پلټونکي مرکز څېړونکو د ۲،۵ مکرون په اندازه خورا واړه زرات وموندل چې د انسان په مغز او بدن کې د هوا د اندازه کولو لپاره د ککړې هوا لرونکو ښارونو د وګړو اضطراب پرې مالوم کړي، هغه ښیي چې په لوګی لرونکو ښارونو کې د هوا تنفس کول د کروتیزول هورمون د زیادښت لامل کېږي. کروتیزول هورمول د انسان په وجود کې د اضطراب په نوم پېژندل کېږي او زیادښت یې د انسان په روان باندې د اضطراب ډېروالی ښیي.
ژور خپګان:
کله چې د کروتیزول ګراف لوړ خېژي، معمولاً د ژور خپګان احساس په انسان کې پیاوړی کېږي. ککړه هوا د انسان د ستړیا، بې حسۍ او دغه راز د شرم احساس زیاتوي. دا ډول احساس په هغو کسانو ژوره اغېزه شیندي چې د خپګان په لومو کې را ګیر وي. همدارنګه ناپاکه هوا د روحي فشار لامل کېږي. دوی تل نړۍ ګردجنه او بدرنګه ویني.
د زغم کمول:
د هوا ککړتیا د انسانانو د زغم ګراف ښکته بیایي او د صبر کاسه یې ډکوي. دوی د غوسې د کنټرول وړتیا له لاسه ورکوي او کله چې هوا نا پاکه وي، دوی د اکسیجن د کموالي له امله ژر ستړي کېږي. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا کله چې موږ په ککړه هوا کې یو، په ځانګړې توګه کله چې تودوخه له ۲۵ مایکرون څخه لوړه وي، له خپګان نه شکایت، د بې هوښۍ احساس او له ژوند کولو نه د خلکو رضایت خورا کمیږي.
د ماشومانو/ زده کوونکو پر زده کړو د خرابې هوا اغېزې:
ماشومان او زده کوونکي هغه ډلې دي چې ناپاکه هوا یې په رواني حالت ژور اغېز شیندي. څومره چې د هوا ککړتیا زیاتیږي، په هماغه کچه د زده کوونکو او ماشومانو د تمرکز ګراف ټیټیږي. دا ستونزه د دوی په زده کړه ییز بهیر کې لویې ننګونې را ولاړوي او له زده کړو سره یې واټن زیاتوي.
په حامله ښځو باندې د ککړې هوا اغېزې:
امیندواره ښځې د خپل حساس حالت لپاره خورا زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري. د هوا ککړتیا په مور او جنین دواړو بده اغېزه لري. د هوا ککړتیا په میندو کې له وخت وړاندې د زېږون لامل کېږي، کوم چې ډېر خطرناک دی. له هوا څخه جوړې شوې زرې د ماشومانو په مغز کې وده کوي، چې بیا وروسته د زړه د ناروغۍ او یا هم د زېږون د نیمګړتیاوو وېره زیاتوي.
په لویانوباندې د ناپاکې هوا اغېزې:
د څېړنو موندنې ښیي چې الزایمر، ډیمنشیا او پارکنسن خطره په بالغانو، عمر خوړلیو او په ځانګړې توګه د منځني عمر لرونکو انسانانو د ډېرې چټلې هوا له امله را پیدا کېږي. د موندنې د څېړونکو په وینا یادې شوې ستونزې له نا پاک چاپېریال سره نېغ په نېغه اړیکه لري.
د ککړې هوا د مخنیوي سټراتیژي:
په کابل کې د هوا د ککړتیا کمولو کې د چارو اوسنی حالت څنګه دی؟
د چاپېریال ساتنې ریاست د ککړې هوا د مخنیوي او د دغه حالت د را کابو کولو لپاره له ۱۳۹۸ څخه تر ۱۴۰۳ ل کال پورې تګلاره جوړه کړې ده. چې لاندې موارد په کې شامل دي:
د افغانستان د چاپېریال ساتنې قانون
د ککړې هوا د مخنیوي او را کابو کولو لپاره تګلاره
د افغانستان د چاپېریال ساتنې سټراتیژیک ملي پلان
د افغانستان د چاپېریال ساتنې عملي پلان
د افغانستان د چاپېریال ساتنې اقتصادي پلان
د دریمې کټګورۍ نسل د بشري حقونو پلان
د دوامدار پرمختګ موخې
وړاندیزونه:
د همدې برمرغیو د له منځه وړلو لباره دولت ته په کار ده چې د ښوونځیو په درسي نصاب کې کلتوري، اقتصادي او د چاپېریال ساتنې اړوند تګلارې او پلانونه شامل کړي. همدارنګه په مصرفي انرژۍ هم کار وکړي. د تفریحي ځایونو کمښت او د شنو ځایونو کموالی بله هغه ستونزه ده چې دولت یې باید په خپلو لنډ مهاله، منځمهاله او اوږد مهاله عملي پلانونو کې شامل کړي څو وکولی شو د یوه پاک چاپېریال خاوندانن شو. د کښت لپاره د خلکو هڅول، د ښاري فرهنګ دودول او لوړول یو له هغو ستراتیژیو څخه دی چې د چاپېریال په پاکۍ کې رغنده رول لري. د هوا ککړتیا یوه لویه ننګونه ده چې په نړیواله کچه زموږ فزیکي او رواني روغتیا ګواښي. لومړنی ګام تل د دولتونو لخوا اخیستل کېږي او د هوا د ښه کولو لپاره هر ډول شونې هڅې کوي. د کابل ښاریان باید دغه اصل ته په کتو د موټرونو له زیاتې کارونې، د نورو هغو غازونو او فابریکو/ماشینونو له کارولو چې هوا زهرجنه کوي، د ملي احساس او د خپل/نورو د ژوند ژغورنې په نیت ورڅخه ډډه وکړي.
د زهرجنې هوا وقایه:
په خرابه هوا کې د تازه مېوو او سبزیجاتو خوړل زموږ له بدن سره مرسته کوي.
د مایعاتو خوړل د زهرجنو توکو څځه د خلاصون غوره لار ده او د هغه کورټیسول مقدار چې تاسو یې کاروئ، تنظیم کړئ.
د لبنیاتو خوړل. په ځانګړې توګه د هغو لبنیاتو چې زیات غوړ نه لري. د لبناتو کارول د تنفسي سیستم لپاره اغېزمن دي او په سړه هوا کې تر ډېره همدا تنفسي سیتم تر فشار لاندې وي.
د نورو غوړیو په پرتله د زیتونو استعمال هم په زهرجنه هوا کې ګټور دی. د زیتون غوړیو انټي اکسیډېنټ کولی شي په دې ورځو کې د زړه او تنفسي سیستم غوره مرستال کېدی شي.
د لوړ کیفین نه کارول. په ځانګړې توګه د شپې لخوا په کلکه ډډه ورڅخه وکړئ.
ښه خوب کول. که څه هم هر وخت زیات خوب کول ګټور نه دي. په دې ورځو کې د خوب کول روغتیا ته ګټه لري، ځکه په دغه حالت کې د معافیت سیستم ښه وده کولی شي او د هارمون کورټیسول په را کمولو کې مرسته کوي.
د کور د ننه د ګلدانیو ساتل. ځینې روغتیا پالان په دې باور دي چې په کور کې د ګلدانیو درلودل کولی شي د کور هوا په ښه کولو کې مرسته وکړي.
دې وخت کې په کور د ننه د فلم، ډرامو او سپورټي خپرونو لیدل ټول ستاسو له تنفسي سیستم سره مرسته کولی شي او د معافیت سیستم مو وده کوي.