یکشنبه, مې 5, 2024
Homeټولنیزانټرنیټی ځورونه | پردېس خان

انټرنیټی ځورونه | پردېس خان

Cyberbullying

هغه ارادي، عمل یا چلند  ته وایی چې دیوی ډلې یا فرد لخوا په مکرر ډول سره یو چاته ګواښونکي یا تهدید لرونکی پیغامونه (SMS) او بریښنالیکونه د انټرنیټ او نورو مخابراتی شبکو په ذریعه سره ولیږل شی چی نوموړی کس د ځانه /ځان په وړاندی  دفاع نشی ښودلی/کولی. دا عمل په ټوله کی یو سایبری جرم ګڼل کیږی. انټرنیټی ځورونه چی په انګلیسی کی ورته Cyberbullying وایی د ځورولو او تهدیدولو هغه نوعه ده چی د انټرنیټ او نورو مخابراتی شبکو په وسیله په انلاین ډول سره ترسره کیږی چی په بدل کی یی د افرادو، ډلو او ګروپونو څخه یو لړ نقدی پیسی او نور غیر مشروع (جنسی) ضرورتونو د پوره کیدلو غوښتنی کیږی.

تحقېقاتو دا ښودلې چې د سايبرې ځورونو اکثره قربانيان هغه ځوانان دې چې ټولنېزي رسنۍ کاروي. په افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو کې د ټولنېزو رسنيو ښځېنه فعالانې چې اکثره وخت (يي د هېکرانو لخوا د ټولنېزو رسنيو اکونټونه هېک شي او شخصې عکسونه او معلومات يي د ناسم کس لاسته ولوېږي) د داسي ځورونو سره مخ کېدلای او ښکار کېدلاي شي.

همدارنګه ناوړه ځورونکې سلوک, (په يو چا باندې ټاپي لګول) افواهات, ګواښونه, جنسې ځورونې او د ېو چا شخصې معلومات په سوشل مېډېا او نورو وېبسايټونو کی خپرول او قرباني شخص ورباندې ګواښل هم په انټرنېټي ځورونو کې راځي چې د امرېکا په شمول ډېرئ هېوادونو کې يي په ترسره کولو قانونې سزا درته مېلاويدلاې شي.

هغه کسان چې په انلاين شکل سره ځورول کېږي يا ددې پېښو قربانې دي امکان دې ولري چې په نفس تنګۍ, د ځان په نه درناوی, منفې فکرکوونه, احساساتې غبرګونونه, وېره, ژورخفګان او حتئ ځان وژنه وکړې. د امریکا په متحده ایالاتو کی  د ځېنو لوړپوړو قضيو له پېښېدوڅخه وروسته د انټرنېټې ځورونو په باره کې د عامه پوهاوي لپاره د 2010 میلادی کال څخه راپه دېخوا کار روان دې چې ددې موضوعاتو د حساسېت له کبله د امرېکا په اکثره اېالاتونو کې ځانګړې قوانېن مشخصن د سايبرې ځورونو په نښه کولو لپاره ډېزاين او تصويب شوې دې.

 همدارنګه Cyber stalking يا (انټرنټې څارنه) په ځانګړې شکل سره د یو کس شخصې وال ته تلل او هغه په دوامداره توګه سره څارل، په باره کې ېې شخصې معلومات , د کور پته, د تلېفون شمېره او عکسونه پلټل او قربانې ورباندې ځورول د ساېبر بولي(Cyberbully) ېو بل ګواښوونکی نوع دې.

سپارښتنه: دا چی څنګه کولای شو چی د انټرنټی ځورونو ښکار نه شو؟ یا هم موږ په انلاین شکل سره نور څوک ونه ځوروو! یو جلا موضوع ده چی په راتلونکی لیکنو کی به پری بحث وشی خو په هرحال که چیرته دداسي ځورونو سره مخ شوئ نو لمړۍ کار به مو دا وي چې خپل محلې پولېس خبر کړئ تر څو په سلسله ېې مراتب شکل سره قضيو ته لاس رسی وشي.

1 COMMENT

  1. خه ليکنه وه د معلوماتمو نړۍ مننه.
    د لا برياو په هيله.
    پرديس خو زما پير ده ډير لايقه باذوقه او ځيرک ځوان ده.
    He is the one & only.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب