ليکوال : کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني
ژباړن: سيلاني
براهویان یوه مشهوره فبیله ده، چې پۀ افغانستان، ایران او پاکستان کې ژوند کوي. براهوي سردارانو لۀ یوې پېړۍ زیات د بلوچستان پۀ کلات کې واکمني درلوده. د احمدشاه دراني د واکمنۍ پۀ موده کې بلوچستان د دراني واکمنۍ پۀ خاوره کې را دننه شو او سردار نصیرخان بلوچ( براهوي) لۀ خپلو سپورو سره د هند په نیولو کې لۀ احمدشاه بابا سره مرسته وکړه. خو د هند څخه د بېرته راګرځېدو سره سم د احمدشاه بابا له اطاعت څخه یې سرغړونه وکړه، خو د احمدشاه دراني لۀ خوا یې ماته وخوړه، چې وروسته بیا د احمدشاه دراني لۀ خوا وبښل شو او بېرته پۀ خپلې پخوانۍ دندې و ګومارل شو او تر سل کاله وروسته یعنې د سردار کهندل تر مړینې (۱۸۵۵ ز) کال پورې پۀ افغانستان پورې اړوند و. د برتانوي هند لۀ خوا د بلوچستان تر نیول کېدو وروسته د براهوي سردارانو واکمني د نسکورېدو پر لور روانه شوه، تر هغه پورې چې د پاکستان پۀ نوم د یو هېواد پۀ جوړېدو د براهويانو واکمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو.
انګلیسي مؤرخ او سیاسي شننونکي الفنستون د براهویانو پۀ هکله لیکلي دي:(( د بلوچستان ټولې غرنۍ سیمې براهویانو پورې اړه لري. پۀ جلګو( هموار سیمې) کې یې یو بل ټبر چې رند نومیږي، ژوند کوي، چې یو شمېر یې پۀ سیستان کې هم اوسیږي. دغه دوه نژادونه کۀ څۀ هم پۀ یوۀ نوم( بلوچ) یادیږي، خو لۀ ډېرو اړخو یو لۀ بله توپیر لري. ژبه یې هم لۀ بلوچانو او ګاونډو ښارونو سره توپیر لري، که څۀ هم داسې انګېرل کېده چې دوی عرب دي، خو برعکس دوی لۀ عربو سره هېڅ اړیکه نۀ لري. نصیرخان؛ د بلوچانو وروستي واکمن ټول بلوچستان خپل تابع کړ، مګر د محمود خان متصرفات د اغتشاشاتو او ګډوډیو له امله کوچنی شو او د اوسني بلوچستان پۀ بڼه پاتې شو. د دغۀ ناحیې درآمد یوازې درې سوه روپۍ یا هم درې زره پوند دی. دی لس زره پوځیان لري، نوموړی د اړتیا پۀ وقت کې کولی شي شل زره پلي او سپارۀ پوځیان چمتو کړي. هغه د کابل واکمني پۀ رسمیت پېژني او یوه ټاکلې اندازه مالیه ورکوي او اتۀ زره پوځیان د لښکر کشۍ لۀ پاره چمتو کوي.))
(الفنستون، افغانان، ترجمه محمدآصف فکرت، چات مشهد، ایران ۱۳۷۶، ص ۴۴۰)
تیت یو بل انګلیسي څېړونکی د داکتر ګرتیرسن د نظر په استناد سره لیکي: د براهویانو ژبه دراویدي ده:((دراوري يا دراويدي په هند کې د يوې توکميزې ډلې او د هغو ټبرونو نوم دی چې يو ډول ژبه لري. د هند ټولې مهمې جنوبي ژبې په دغه ډله کې شامليږي. نوموړی توکم په جنوبي هند او شمالي سريلانکا کې موجود دي . ځکه آريایان د هند له شمال غربي لوري هندوستان ته را دننه شول، چې « دراوريانو » هلته استوګنه درلوده. آريايانو دوی د تور پوستو په نامه ياد کړل. سراچ. رزلي وايي: (( دراوريان ، دهند تر ټولو لرغونی توکم دی. هېڅ داسې شواهد او علايم نشته،چې دا ثابته کړي، چې دراويديان دې له بهر څخه هند ته را دننه شوي وي يا هم د يو پخواني نسل ځای ناستي شوي وي. مګر موږ د ټولو عملي کارونو په بنسټ هغوی بوميان يا د دکن( سويلي هندوستان) د لومړنيو اوسېدونکو څخه وګڼو،چې دوی له همدې ځای څخه د هند شمالي لوري ته خپاره شوي دي. ژبه يې له يوې بېلې ډلې څخه ده، چې تر اوسه يې اړيکې د نورو ژبو له کورنيو سره نه دي ثابتې شوي. ( تیت، سیستان، ج۲،پاورقی ص ۳۲۴ )
د (( زادسروان سیستان)) اثر مؤلف، پورته آندونو ته په کتو سره يادونه کوي: «د سيستان د شهر سوخته لومړني اوسېدونکي دراويديان يادوي. او دا پوښتنه مطرح کوي، چې آيا موږ نشو کولی، براهويان د سيستان د شهرسوخته دراويديان او يا هغه بومي ساکان چې له منځنۍ آسيا څخه را پورته شوي ؤ، وبولو…؟» ( رئیس الذاکرین د هبانی زادسروان سیستان، ص ۲۹ چاپ مشهد ایران ۱۳۷۰ ش)
ايټاليوي او جاپاني لرغون پېژندونکو دسيستان د شهر سوخته څخه د لومړنيو توکو له څېړلو وروسته په ډاګه کړه چې پرته له شکه شهر سوخته له ميلاد څخه ۱۹۰۰ تر ۲۹۰۰ کلونه پخوا يوه آباده او د اوسېدو سيمه وه اود شهر سوخته په جنوب غرب کې د ۲۱ زره قبرونو شتون په دغه سيمه کې د ډېر وګړو پر شتون دلالت کوي. کوم څه چې د لرغون پېژندنې له مخې د ارزښت وړ دي، هغه دا چې د دلتای هیرمند( سیستان) وګړي په دې وتوانېدل،چې د زرو کلونو په موده کې يو لوی ښار دلويو ودانو په درلودلو سره، چې ۷۰ هکتاره ځمکه يې رانغاړلې وه، د رود هیرمند مخې ته جوړه کړي، چې وګړي يې د لاسي صنايعو لکه: د کوزو جوړول، د تيږو تراشل او له قيمتي ډبرو څخه د جواهراتو جوړولو په برخه کې مهارت درلود او د يو مرکزي حکومت په جوړولوسره په دې وتوانېدل چې ټول وګړي د يو مذهب پيروي وکړي همدارنګه له خپلو ګانډيو لکه: په شمال کې ترکمنستان، په لويديځ کې بین النهرين او په شرق کې د پنجاب په دره کې له مېشتو وګړو سره پراخ تجارتي، فرهنګي اړيکې ټينګې کړي…. له پورته يادونو ځينې پوهان داسې نتيجه اخلي، چې دوی له ميلاد څخه ۲۹۰۰ کاله پخوا د آمو سيند له شمالي اړخ څخه د هانه رود خانه هیرومند ( سيستان) لوري ته چې هغه وخت داسيمه د استوګنې له پاره مناسبه وه، را خپاره شوي دي. زر کاله وروسته کله چې د رودخانې هيرمند مسير بدليږي، دغو وګړو د پنجاب درې خواته مهاجرت وکړ او هلته يې د ( موهنجودیرو) او ( هريه ) په نومونو يوه لويه امپراتورۍ را منځته کړه. ( سيستاني،سيستان قبل از اسلام، چاپ اکادمی علوم افغانستان، ۱۳۶۴، ج۱، ص ۲۲-۲۳ )
له پورته توضيحاتو څخه موږ نشو ويلی، چې له ميلاد څخه درې زه کاله پخوا دراويديان د سيستان د شهر سوخته وګړي وو،چې له هند څخه د سيستان په لوري راغلي وو، بلکې دوی د شهر سوخته اوسېدونکي و،چې د هیرمند د لوري له بدلېدو څخه وروسته له شهر سوخته څخه د دسينداو پنجاب لوري ته مهاجرشوي دي. براهويان حتا د هغو ساکانو پاتې شوني نشو ګڼلی چې داشکانيانو ( د دويمې قبل الميلاد پېړۍ په څلورمه ربعه کې) په دور کې د خراسان له شمال څخه سيستان ته راغلل او دلته د دوی په نومونو ( ساکستان، سجستان او سيستان ) ونومول شو، ځکه شهر سوخته ۱۹۰۰ کاله مخکې له ميلاد څخه، یعنې ۱۷۰۰ کاله مخکې ، د هلمند رود ته د ساکانو له را تګ څخه مخکې متروک شوي وو.
داکتر بيليو براهويان کردان ګڼي او وايي:« د باراها، براهوی، براهوا او باروهي نومونه په واقعيت کې سره يوه دي او دا وګړي له ايل کرد او کرد ګلی څخه دي.»( داکتر بيليو، پژوهشتی در باره اتنوګرافی افغانستان – بخش هشتم-سایت آريائی)
يو بل انګليسي لرغون پېژندونکی او بشر شناس ( جي. پي. تيت) چې د بلوچستان او دسيستان د کلات په هکله يې څو کتابونه ليکلي دي، د براهويانو د فزيکي جوړښت او کرکتر په هکله ليکي:« براهويان ميانه قدونه، غټ او غښتلي دي. د بدن هوډکي يې غټ، کش شوې او نازکې سترګې، نرۍ پوزې او تېرې نوکې لري. رفتار يې پرته له تعارف او تکليف څخه دی. دوی رک او صريح وګړي دي. که څه هم هغوی چست و چالاک، قوي او نړۍ پېژانده وګړي دي، خو په عين وخت کې د جګړې په لحاظ نشي کولی د بلوچانو په رديف کې ودرېږي.هغوی په غلا او شوکو لاس پورې کوي، خو درواغجن نه دي. هغوی غچ اخيستونکي دي، مګر چل بازان نه دي. په ټوليزه توګه له مذهبي تعصب څخه پاک دي او دهغوی بشپړ ساده توب په ټول ملک کې ضرب المثل ګرځېدلی .» ( جي. پي. تیت، سیستا،ج۲،ص ۳۲۴)
پای ۴/۱/۲۰۲۰