جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeټولنیزډله ـ ټولنه او ځوانان| ليکوال: رابرټ سمولر

ډله ـ ټولنه او ځوانان| ليکوال: رابرټ سمولر

ژباړه: نجيب احمد عزيزي

د ځوانانو له یو بل سره په لاس نيوي کې ښه مرسته کېدای شي، په داسې حال کې چې د پرمختګ چارې يې درجه په درجه مالومې او د دې تر څنګ يې شخصي وړتياوې، استعدادونه هم ښکاره کېږي.                                                                                    

 په نوې بهرنۍ ټولنه کې چې په مختلفو معيارونو ولاړه وي ممکن توپير ولري؛ نو ځوانان غواړي د هغو پر اصولو له متمدنې ټولنې سره ځان ونښلوي، همدارنګه د دوستانه اړيکو پر اساس د نورو د توجه وړ وګرځي، تنکيان د شخصيت او د کسبي هويت په وخت کې سرګردانه وي چې له کومې لارې وپېژندل شي، خو د يو کار په وسيله توانېږي چې ځان ثابت کاندي او د نورو د توجه وړ هم وګرځي، هغه ځوانان چې په يو کسب کې ماهر شي له خپلې ډلې سره يې اړيکې په احساس او خورا په متقابل درناوي جوړېږي.

البته ځينې ځوانان په دې دوره کې ناخوښه پټېدونکي وي، خو له ټولنې سره د پيوستون لارې ټولې تقليدوي يا هم د نورو تر شديد احساس لاندې ورو ورو حرکت کوي، په دې وخت کې ورته اړينه ده چې خپله تشه ډکه کړي، د سپورټ مهارتونه، کسبونه، لکه، خياطي، رسامي، نجاري په تېره بیا داسې کارونو ته لاس اچول چې ډېر کسان ده ته ځانګړې توجه وکړي، کار يې وستايي.

 همداراز د انسان د پرتلنې لویه برخه ډله او ټولنې ته په ورننوتلو کې شونې ده چې هر یو جلا جلا خپله څرګندونه کولای شي، په دې مانا وړتياوې او خپل موجوديت ورته ثابتېږي، د ځان په هکله يې دا درک زیاتېږي چې زه څه کولای شم! څومره ځواک را پکې ده او بايد خپل دغه کار ته لا ډېر وخت ورکړم چې ښه مهارت پکې ولرم. د ډلې دويم اغېز دا وي چې د يو بل نیګړتياوې هم له ورایه څرګندېږي، خو دا هغه وخت امکان لري چې ډله په سم لوري باندې روانه وي، ځوانان په يو مشترک مثبت فکر سره راټول شوي، همدارنګه يو له بل سره مرستندوی چلند کوي، نه توپيري چلند او يا ځان د نورو ملګرو په نسبت لوی او ځواکمن نه بولي چې يوازې د خپلې ډلې کمزوري کسان شاته راولي.

 ورانوونکې ټولنې د ځوانانو صميمي اړيکو ته هيڅ پاملرنه نه کوي، البته هر څه يې ورته تخريبوي، همدارنګه په ټولو ښارونو کې چې ورځ تر بلې مخربې او سرسامه ډلې  خودسرانه حرکتونه کوي، ښار او محلات ترې نارامه وي، د دغه رنګ کسانو خپلې کورنۍ هم ړنګې وي او د نورو د تباه کولو هڅه هم کوي دا ځکه کوم ذهنیتونه چې په وړکتوب کې ورکړل شي ټول کارونه او نظريې يې منفي وي، بله دا چې ځوانان بې‌کاره او بې‌تعلیمه پاتې شي هم يې ټولنې ته خطر زیات وي، د نورو کسانو او ډلو د لاس آله ګرځي.

 هغه ټولنيز لاملونه چې په هر وخت کې يې د انسانانو جوړښت او تخریب را منځ ته کړی سياسي کشالې او اقتصادي ناندرۍ هم دي، دغو دوو څيزونو ټولنې ته جنګ او منفي افکار راوړي دي. په اوسني عصر کې هره ټولنه او ډله غواړي يوازې د پيسو او شتمنې په موخه کار وکړي، له نورو سره د سرمايې د ډېرولو پر سر سیالي وکړي؛ نو تر ډېره امکان لري چې ټولنه د ګټو په فکر سره متحده شي، خو په دې کې هم د انسانانو تر منځ جنګ او جګړې پېښې شوې، بلکې هاغه فکري او عقيدوي جنګونه د ځوانانو تر منځ په اقتصادي سيالي او اختلافاتو بدل شوي. 

له بلې خوا که ځوانان بې‌سرنوشته، بې‌کاره پاتې شي، له داسې ډلې سره چې هغه يې سم لوري ته خوځوي وروسته پاتې شي، د دې امکان يې زیات دی چې په نورو ورانوونکو چارو لاس پوري کړي يا د ځوانانو له ډلې په لرې‌والی کې يو ګوښی، ډارند، له هر څه ناخبره پاتې شي.  

 اوس که دغو ټولو لاملونو ته ځير شو، نه يوازې منځنی کارې قشر  يې ځبلی او ځبي، بلکې نوره ټولنه يې هم له پښو غورځولې. همدارنګه سياسي کشالې د ځوانانو خپل‌منځي روابط ټکني کوي له بېلابېلو ډلو سره چې نظام ته خطر پېښوي او يا شخصي ګټو ته ژمن وي لاس يو کوي؛ نو ډېری هغه ناخبره ځوانان چې کور او بهر دواړه ستونزې لري خپل‌منځي احساس  او صميميت يې له منځه ځي.

  بله دا چې انسان ټولنیز موجود بلل کېږي او له هرچا سره دا احساس وي چې بهر ته راووځي یا په يوه نوم يې ټولنه وپېژني لکه، ډاکټر، دوکاندار، وکيل، ښوونکی…؛ نو ځوانان هم غواړي په يوه ډله ګډ شي، ځان  ثابت او وښيي، خو اوس خبره دا ده چې  که روغه او انسان‌پاله ډله وي هرومرو د ده احساسات او استعدادونه روزي، خو که ناسالمه وه د دې تر څنګ چې دی وپالي، بلکې لوی زیا‌ن‌کاره به ترې جوړ وي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب