دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeټولنیزهېګل | لیکوال: نیاز محمد

هېګل | لیکوال: نیاز محمد

هېګل په ۱۷۷۰ کي، د جرمني په شتوتګارت ښار کې زیږېدلی و. زده کړې یې په فلسفي علومو او تیولوژۍ کې وکړې، وروسته یې استادۍ او ښوونې ته مخه کړه او د ژوند تر پایه په همدې مسلک کي پاته سو. په فلسفه کې د هېګل لومړی کار، د فیخته او شلینګ د فلسفې سیسټم د توپیر را ایستلو څخه پیلیږي. د هېګل په فلسفي سیسټم کې [نظر – ایډیا] د ټولو مادي او شعوري پدیدو او موجوداتو بنسټ دئ. هېګل د یو نړیوال روح په شتون باندې باور لري چې هنرونه، مذهبونه او فلسفې د دغه نړیوال روح د ځان پېژندني شکلونه دي. د نړۍ اصلي ماهیت په نړیوال روح یا ایډیا کې دئ. هېګل د خپل فلسفي سیسټم لپاره دوو پرنسیپونو ته مخه کړې ده:

۱ – د هستۍ او تفکر د یو کولو پرنسیپ

۲ – د تکامل د پروسې د عمومي شکل په ډول، درې درجې لرونکی پرنسیپ

هېګل وايي د ټولو پدیدو مخکي [نظر] شتون درلودئ، یعنې موږ طبیعت یوازي د ایډیا په شتون کې پېژندلای سو. که چیري موږ نظر ونه لرو، نو طبیعت هم نه پېژندلای سو او نه یې درک کولای سو. د هېګل درې درجې لرونکی پرنسیپ بیا د ډیالکټیک قانون دی چې له مخې یې یوه پدیده اول را منځته کېږي، وروسته بیا نفي کېږي او بیا هغه نفي سوې پدیده د بیا ځلي لپاره نفي کېږي او په پایله کي یې بله نوې پدیده منځ ته راځي. د هېګل له نظره هر هغه څه چي انسان یې درک کړي معقول او واقعیت دي. یا هر واقعیت معقول دی. هېګل د عیني ایډیالیزم په رامنځته کولو سره د کانټ ذهني ایډیالیزم رد کړ او د آلماني فلسفې تاریخي لوری یې وربدل کړی. (بصیر کامجو، ۱۳۸۱)                                                                                                                                  

د هېګل پېژندونکو په باور هېګل تر ډېره له ارسطو څخه هم متاثره دی. د دې نظر د خاوندانو په ډله کې لوی هېګل پېژندونکی (لويي اشتراوس) وايي چې د هېګل د فلسفې په پنځو برخو کي ارسطويي ريښې سته:

۱ – د ارسطو پېژندني اسلوب

۲ – د میټوډلوجۍ ارسطويي منطق

۳ – د ارسطويي ماهیت اصالت

۴ – میتافزیکي ډیالکتیک

۵ – ظاهري پېژندنه

د هېګل فلسفې نظریات په لاندي پنځو برخو وېشل کېږي:

۱ – د روح فلسفه

۲ – د هنر فلسفه

۳ – د طبیعت پېژندنې فلسفه

۴ – د منطق فلسفه

۵ – د تاریخ فلسفه

د روح په فلسفه کې هېګل په دې باور دی چې اروا له مادې څخه جلا پدیده ده او همدا د روح شتون ښيي چې له مادې پرته هم ژوند مخته بېولای سي، خو د دې ترڅنګ هېګل دې پایلي ته رسېدلی چې روح د مادي شرایطو له څرنګوالي څخه را منځته کېږي او د روحي – اروايي وضعیت څرنګوالی د بشري پوهې په عقلاني کېدلو، د ځاني پوهاوي د زیاتوالي او په باطني او عیني آزادۍ پوري اړه لري. د هنر او منطق په فلسفو کې بیا، دوی دواړه د نړیوال روح په پېژندنه کې مرسته کوي او د هغه نړیوال روح د ځاني پېژندني شکلونه دي. د هېګل په طبیعت پېژندنه کې بیا دا درې مقولې دي:

۱ – حرکت: د دې مقولې له مخې طبیعت په دوامداره حرکت کې دی. هېګل په دې باور دی چې ټولې طبیعي پدیدې په دوامداره حرکت کې دي او که سکون لري، هم نسبي سکون به وي.

۲ – اوښتون: د حرکت په جریان کې اوښتون را منځته کېږي، بدلېدنه او اوښتون هم د طبیعت له مهمو قوانینو څخه دي چې د حرکت د محصول څخه لاسته راځي.

۳ – په اوښتون کي د تعامل قانون: د اوښتونونو پر مهال تز، خپل انتي تز تولیدوي او د دوی دواړو له ټکر او جنګېدو څخه سنتز – نوې پدیده را منځته کېږي.

دغه راز تاریخ د هېګل په فلسفه کې خپله عملي معنا بیا ځلي پیدا کوي او په درو برخو کې مطالعه کېږي:

۱ – د علمي تاریخ پېژندنه: په دې اسلوب کې یوازي د هغو تاریخي پېښو څخه بحث کېږي چې مثبتې پایلې یې درلودې او د بشري ژوندانه له تکامل سره یې مرسته کړې وي.

۲ – د تاریخي پېژندني پېژندنه: په دې بحث کې بیا هېګل دوه اړخه سپړي: اول، هغه ځواکونه چې د تاریخ لیکنه یې هڅولې ده؛ باید وښوول سي، یعنې آیا دا تاریخ د حکومتونو او دربارونوله لوري لیکل سوی دئ، که یو چا په خپله خوښه لیکلی او بل موږ د تاریخ لیکنې پر مهال د پېښو د مثبتو یا منفي ښوولو لپاره خپل علایق او خوښوونې ځایوو چې دا مسئله هم باید په پام کې ونیول سي.

۳ – د تاریخ فلسفه: په دې ځای کي بیا تاریخ د بشري معرفت د لاري په ډول په نظر کي نیول کېږي او تاریخ ته فلسفي بیا کتنه کېږي. موږ باید د تاریخ پر سیر او پر پېښو باندي حاکمي عمومي قانونمندۍ، د هغو د فلسفي تحلیل سره پیدا کړو.

د هېګل له نظره انسان هم آزاد دی او هم آزادي جوړوي. تاریخ د انسان د ارادۍ تابع دی او د تاریخ تحرک د انسان د ارادې او نظریاتو د تحرک تابع دی.

ډېر پوهان په دې باور دي چې د هېګل د فلسفې تر ټولو اصلي کار د ډیالکټیک را منځته کول وه. د هېګل موخه د ډیالکټیک څخه لاندي اته تعبیرونه لري:

۱ – د عقل او واقعیت تر منځ د اړیکي د شتون لزوم: په دې مانا چې عقل د واقعیتونو د موندلو لپاره یوازینۍ سمه وسیله ده.

۲ – د ډیالکټیکي نفي قانون: ددې قانون پر اساس د نړۍ ټولي مادي او معنوي پدیدې په خپل ترکیبي جوړښت کي اضداد او تضادونه لري، هغه یو پر بل باندي برلاسي کېږي او ډیالکټیکي نفي را منځته کوي.

۳ – د اوښتون د منلو قانون: ددې قانون پر اساس ماده په دوامداره ډول په حرکت کي ده او د نړۍ ټولي پدیدي د اوښتون په حال کي دي. هېګل په دې سره د افلاطون پدیدو د ثبات قانون ور رد کړئ. د هېګل د مادې دوامداره حرکت زموږ د عصر د ساینس د هغه کشف سره چې اټومونه په دوامداره حرکت کي دي؛ سر خوري. که چیري طبیعت او ټولنه په دوامداره حرکت کي وي؛ نو بیا هیڅ ممکنه نه ده چې یو ډول مناسبات، سیاسي او اجتماعي نظامونه او جوړښتونه دي تلپاتي اوسي؛ بلکې هغوی په دوامداره اوښتون او بدلون کي دي.

۴ – تاریخي اړتیا: ددې تعبیر پر اساس تاریخ د یو لړ ثابتو قوانینو په چوکاټ کي دي او په مختلفو تاریخي پیرونو کي ځیني پېښي د تاریخي جبر پر اساس را منځته کېږي.

۵ – فزیکي، اخلاقي او اعتقادي اړتیا: د هېګل د نظره د مادې او انرژۍ او د اخلاقو او باورونو ترمنځ متقابله او ډیالکټيکي اړیکي سته. فزیکي پېښي یعنې جنګ، جګړې، کار او نور مناسبات ټول د انسانانو د اخلاقي او اعتقادي باورونو زېږنده دي.

۶ – د نظریې او تاریخ ډیالکتیک: هېګل په دې باور دئ چې د تاریخ ټولي پېښي، جنګونه او بحرانونه د [نظریاتو] د ټکر څخه را منځ ته سوي دي.

۷ – د حرکت ډیالکټیک: هېګل د پدیدو د حرکت د باور څخه په تعقیب، په دې باور دئ چې انسانان د دوامداري زده کړي سره کولای سي د مطلق عقل (کامل عقل) تر شرایطو ورسېږي، چېري چې عقل کولای سي په مطلق ډول ټولي چاري سمبال کړي او د طبیعت پر قوانینو باندي برلاسي سي.

۸ – د عقل جوړښت: هېګل په دې باور دئ چې عقل د اروا حس او د اروا انرژي ده چې بې مفهومه ارادې او پراګنده نظریات په مفهومي او سیسټماټیکو مفاهیمو باندي بدلوي.  (نکبین – ۱۳۹۳ )

هېګل د لومړي ځل لپاره د هستۍ، نېستۍ، تضادونو، کمیت، کیفیت، ماهیت او تفاوت باندي په علمي ډول سره بحث وکړئ. د هېګل د ډیالکټیک لومړنی بنسټ اېښودونکی او د ډیالکټیک د قوانینو پېژندونکی وو. فریدریک انګلز، د هېګل کار ددې اړخه ارزښتناک بولي چې نړۍ يې په یوه کُل کي ټوله فرض کړې او هغه يې په دایمي حرکت کي ګڼلې ده او بیا یې د هغه حرکت قوانین موندلي دي، خو انګلز د هېګل ډیالکټیک هغه مهال بیرته پیکه بولي چې ایډیالیسټي ماهیت یې درلودئ. په دې مانا چې هېګل بدلون، تضاد، اوښتون او حرکت ټول په ماده کي نه، یوازي او یوازي په تفکر کي لیدل. هېګل د سیاسي اړخه مشروطه سلطنت تر ټولو عالی او وروستی شکل بلئ. (عاصمي، ۱۳۶۰)

هېګل په دې باور وو چې انساني ترکیب هم د نړۍ د ترکیب په ډول د دوو برخو څخه دئ، یو خپله د انسان عیني وجود او بل هغه څه چې د انسان په پوښلي قلمرو او باطن کي دي او د دغو دواړو وجودونو د ډیالکټیکي وحدت څخه انسان په یو آګاهانه موجود باندي بدل سوی دی.

هېګل په سیاسي ابسلوټیزم یا مطلق پالني باندي باور درلودئ. هغه په دې باور وو چې په سیاسي او ټولنیز چوکات کي ځیني شیان سته چې نه بدلېدونکي دي. هېګل افلاطون ته ورته (نه یو شی) په دې باور وو چې جرمن – آلماني ملت د نړۍ تر ټولو ملتونو مخکښ او تمدن جوړونکی ملت دی او دا ملت به لوی روح او کُلي عقل د طبیعت او نړۍ پر مخ باندي حاکموي. هېګل په تینګه سره پر آلماني ملتپالني باندي باور درلودئ او په آلمان کي د هټلري فاشیزم په را منځته کېدلو کي دده د نظریاتو ونډه هم کمه نه ده. هېګل د نورو فیلسوفانو خلاف د دولت یو مخالف نه، بلکې د دولت د طبعي سړی پاته سوی وو. هېګل په دې باور دئ چې ملي روح د تاریخي تکامل اصلي علت دئ. هېګل د دولتونو ترمنځ په دایمي جګړې سیاسي باور درلودئ او ویله به یې چې لوی سیاسي رهبران نه سي کولای واړه اخلاقي قیدونه مراعات کړي. (Russel, 2010)

هېګل د فلسفې تاریخي لوری د ډیالکټیک د قوانینو په کشف او د ذهني ایډیالیزم په را منځته کولو سره نوي لاري ته سیخ کړئ او یو لوی کمي او کیفي بدلون یې پکښې راوستئ. هغه په ۱۸۳۱ کال کي هغه مهال چې د برلین د پوهنتون رئیس وو؛ د ناورغۍ له کبله مړ سو. د هېګل د نظریاتو څخه په وروسته کي اغېزمن فیلسوفان خورا ډېر وه او د هغې جملې څخه کارل مارکس یادولای سو چې په ځوانۍ کي د هېګلي ځوانانو له ډلي څخه وو او په خپلو وروستیو کارونو کي يې هم دده د ډیالکټیک څخه یې زیاته استفاده کړې ده.

د هېګل ځیني مشهور آثار په لاندي ډول دي او ډېري نوري پراګنده مقالې یې د مختلفو عنوانونو لاندي چاپ سوي دي:

– د روح ظاهر پېژندنه

– د منطق علم

– د حق د فلسفې برخي

–  د تاریخ د فلسفې په اړه زده کړه

– د فلسفي علومو دایره المعارف

– بادار او بنده

اخځلیکونه

۱ – کامجو، بصیر، تاریخ نظریات فلسفی، ۱۳۸۱، انتشارات میوند، ۳۱۵ – ۳۲۴ مخونه

۲ – نیکبین، احمدضیاء، در آمدی بر مبادی تایخ فلسفه، ۱۳۹۳، انتشارات تمدن شرق، ۱۵۲ – ۱۶۳ مخونه

۳ – عاصمی، محمد، تشکل و تکامل افکار فلسفی، ۱۳۶۲، انتشارات نووستی، ۱۰۸ – ۱۱۳ مخونه

۴ – Russel, Bertrand, A history of western philosophy, 2010

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب