دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeکلتورد ابادۍ اتل" ته کتنه امیرشاه یاد"

د ابادۍ اتل" ته کتنه امیرشاه یاد"

‎د ابادۍ اتل په نوم کتاب د پياوړي لیکوال نبي ستوري لخوا په 143 صفحو او شپږو فصلونو کې کښل شوی دی چې په دوه بېلابېلو فصلونو کې یې د پوهانو لیکوالو او په سوشل ميډیا کې د خلکو غبرګونونه او اندونه هم راخیستي دي.

‎په دې اثر کې د جاپاني الاصله افغان ‌‌‌‌‌‌ډاکټر تیڅو ناکامورا ژوند، فکر، خدمتونه او له افغان انسان سره د هغه د خواخوږۍ یادونه شوې ده.

‎دغه اثر په خورا لوړ کیفیت چاپ شوی چې، د کتاب کمیت او کیفیت ته پکې ښه ‌‌‌‌‌‌ډول پام شوی.

‎د لیک له طرز نه يې جوتیږي چې لیکوال یې د لیکوالۍ له اوصولو او پرنسپونو سره بشپړه بلدتیا لري ‌‌جملې یې په ‌‌‌‌‌‌خورا لوړ هنر سره پېیلي، متن یې ‌‌‌‌‌‌ډېر ساده او روان دی، له مغلقو الفاظو او اوږدو جملو نه یې ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه کړې ده.

‎که څه هم یاد اثر د ستوري صېب لومړۍ تجربه وه چې لوستونکو ته یې وړاندې کوي خو بیا هم په ښه توګه لیکل شوی او تر ډېره یې له دقته کار اخیستی دی خو بیا هم انسان دی ‌‌‌‌‌‌ډېرې لږې تېروتنې به ترې هم شوې وي. زه یې د تېروتنو لوی علت په کم وخت کې د دغه کتاب د چاپ په ګاڼه سمبالول بولم.

‎ستوري صېب هڅه کړې چې په ‌‌‌‌‌‌ډېر لنډ او تنګ وخت کې یاد اثر خپور کړي ځکه چې دا د وخت او خلکو تقاضا وه.

انګېزه 

‎یاد کتاب لوستونکو او افغانانو ته له هیواد سره د مینې او خدمت فکر او انګېزه ورکوي.‎

‎انسان ته کوم ‌‌‌‌‌‌ډول تلپاتې نه ختمېدونکی نوم او تاریخي ویاړ ور په برخه کوي.

‎خلک دې ته هم هڅوي، چې د کاذب او جعلي شخصیت له جوړولو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي

‎د ناکامورا په څېر د کار خدمت او مینې خپرولو په بدل کې شخصیت جوړ او لاسته راوړي

‎له بل پلوه د یاد کتاب لیکل غېر افغانانو ته دا ښیي چې افغانان هغه خلک له یاده نه باسي چې دوی ته یې خدمت کړی

‎او افغانانو ته دا فکر او انګېزه ورکوي چې هر عادي افغان، هیواد او خلکو ته د خدمت په بدل کې د ناکامورا په څېر ستایل کیږي او نوم به یې تل د افغانانو په ذهنونو او زړونو کې وي.

موخه 

‎د یاد کتاب یوه موخه دا هم ده چې د ناکامورا فکر او کارنامې پکې خوندي شي او له بل پلوه افغانان دې ته اړ باسي چې د ناکامورا پر فلسفه غور وکړي چې ولې یې د جاپان په څېر هیواد او سوکال ژوند پرېښود او د نړۍ یوې داسې څنډې ته راغی چې انسانان یې په پنځه زره کالو کې موسک نشول.

‎زه له ستوري صېب نه منندوی یم چې د یو داسې انسان پر ژوند یې کتاب ولیکه چې افغان خاوره او افغان انسان یې د خدمت پوروړي دي، او هیله من یم چې ستوری صېب به خپلو پنځونو ته ادامه ورکوي. ستوری دې لا وځلیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب