یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهخوست کې د ماین جوړولو وسایل او نشه یې توکي نیول شوي

خوست کې د ماین جوړولو وسایل او نشه یې توکي نیول شوي

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۱۵) د خوست ولایت چارواکي په دې ولایت کې د ماین جوړولو د وسایلو او یوه اندازه نشه یې توکو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ملي امنیت ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د خوست مرکز اړوند کوړیانو د نجونو مدرسې سره نږدې په یو زراعتي ځمکه کې څلور دانې د ریموټ کنټرول تختونه او یو دانه د ماین ریموټ کنټرول چې د مخالفینو لخوا ځای پر ځای شوي وو نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د دې ترڅنګ د یاد ولایت د اسمعیل خېلو او مندزویو ولسوالۍ د حیدرخېلو للمۍ سیمه کې درې تنه د یو عراده سراچه ډوله موټر او د ۱۳ کیلو خامو چرسو سره د پولیسو له لوري نیول شوي چې عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپیژندل شوي دي .

د خوست ولایت رسنیو دفتر خبرپاڼه دغه راز زیاتوي، د علي شیرو ولسوالي صدقو کلي کې هم ۱۳۶ ګرامه شیشه او په تړاو یو تن د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې په هېواد کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې او دغه راز د نشه یې توکو د قاچاق کچه لوړه شوې او امنیتي ځواکونه یې وخت نا وخت د نیول کېدو خبره هم کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب