Homeخبرونهلغمان کې د بېرې سلګونه هکټاره ځنګلونه جوړ شوي

لغمان کې د بېرې سلګونه هکټاره ځنګلونه جوړ شوي

تاند ( چهارشنبه، د دلوې) د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت چارواکي، لغمان ولایت کې د بېرې د ۴۰۰ هکټاره ځنګلونو د جوړېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، د دې نیالګیو د کېښودو لړۍ دوه کاله وړاندې د خوړو نړیوالې ادارې ‘ WFP’ په مرسته پیل شوې او په ترڅ کې شاوخوا ۶۵۰ کسانو د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

نوموړی زیاتوي، دغه ځنګلونه د شاتو مچیو د روزنې د صنعت د پرمختګ او د شاتو د تولیداتو د زیاتوالي په موخه جوړ شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، لغمان سره د ننګرهار، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونه هم د بېرې ځنګل جوړولو لپاره مناسبه اقلیم لري او د بېرې ونې په هغو ولایتونو کې چې ګرمه هوا لري ښه وده کوي.

د کرنې اوبو لګونې وزارت چارواکي دغه راز زیاتوي چې مچۍ د بېرې ونې له ګلونو ګټه اخلي چې دا چاره د باکیفته شاتو د تولید او زیاتوالي په برخه کې رغنده رول لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...