تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۱۵) د انسانانو لپاره داسې د الوتو کمیس جوړ شوی چې که چا اغوستی وي نو د ۳۰۰ کیلو مټره په واټن په هوا کې ځغلیدای شي.
بي ایم ډبلیو کمپنۍ داسې يو کميس جوړ کړی چې په اغوستو سره يې سړی الوځي او چې والوځي، په يوه ساعت کې درې سوه کليو مټره واټن لنډولای شي.
یاده کمپني وايي، د دغه الوت د کنټرول لپاره يې يوه ځانګړې اداره جوړه کړې ده او خوشحاله دي چې د انسانانو د زرګونو کالو هغه ارمان يې پوره کړ چې ويل به يې، کاشکې لکه مرغان الوتلای
د بي ایم ډبلیو کمپنۍ د معلوماتو له مخې، الوتنه او د هوا له لارې ننداره تر ټولو ښايسته او خوندوره چاره ده او تر دې وروسته چې د چا زړه و، الوځي به او هغه سيمې به له پورته ويني چې تر اوسه يې نه شوی لېدلای.
په دغه کميس کې دوه پکي ځای پر ځای شوي دي چې په يوه دقيقه کې پنځه ويشت زره ځله اوړي.
د خوند او جالبه خبر پکې دا هم ده چې دغه کمیس ډېر سپک دی، وزن نلري او د چا چې پر تن وي ان غره ته هم ورسره ختلای شي او بیا د غره له سره پسې کولای شي الوتنه وکړي.