جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ناشناس، د هندیانو په اصطلاح ډېر بدتمیزه انسان دی| هاشم مهمند

ناشناس، د هندیانو په اصطلاح ډېر بدتمیزه انسان دی| هاشم مهمند

نن مې د صادق فطرت ناشناس د مضحکو خبرو یوه ویدیو وکتله چه په هغه کې یې افغان تاریخ او ملي تاریخي شخصیتونو ته سپکاوی کړی دی.

ده خپلې خبرې په یوه درواغ پیل کړي او وایي چه د ثور د اوومې د کودتا په دوهمه ورځ، سهار راډیو افغانستان ته وغوښتل سو او هلته لایق صاحب په زینو کې ورته ولاړ و او ده ته یې خپل شعر(ای د آزادۍ خاورې تا ته مو سلام دی) ورکړ او خواهش یې وکړ چه هغه ووایي.

 ناشناس وایي ما دا شعر ولوست نه د نورمحمد تره کي نوم پکښې و او نه د حفیظ الله امین. شعر مې خوښ سو او ترانه مې وویله. خو مرحوم لایق صاحب په یوه مرکه کې ویلي و، چه د دې ترانې د ویلو لپاره څو هنرمندان کاندید وو، خو ناشناس ډېر ټینګار وکړ، چې دا ترانه ووايي.

په هر حال، ده نه یواځې د کودتايي نوي نظام ترانه چه ښایي د مرحوم داود خان په وینو سور جسد لا خاورو ته نه و سپارل سوی، وویله بلکه وروسته یي ځینې روسۍ ترانې هم د نويو واکمنانواو د هغوی د بادارانو د خوشحاله کولو لپاره په راډیو افغانستان کې ثبت کړې، چه د ملي راډیو تلویزیون په آرشیف کې موجودې دي.

دا په وروستیو میاشتو کې د ناشناس دوهمه ویډیو ده چه زه یې وینم. په لومړۍ ویډیو کې یې د پښتنو پر هویت او په خاصه توګه د «پټې خزانې» پر اثر ډېر جاهلانه او غیرمسلکي ګذارونه وکړل. د پټې خزانې په اړه تر لومړیو خبرو وروسته یې د بي بي سي له خبریال داود اعظمي سره په خبرو کې پر خپلو خبرو پښېماني ښوولې وه، خو بیا یې هم په نورو مرکو کې خپلې پخوانۍ غیرمسکلي خبرې تکرار کړې.

په اوسنۍ ویډیو کې یې د افغانستان پر ملي شخصیتونو لکه احمدشاه بابا او غازي امان الله خان تاخت و تاز کړی دی. دی وایي احمدشاه بابا به ډېرې وینې وبهولې خو فتح سوې سیمې به یې په دې خاطر چه ده ته به د پښتونخوا د غرو سرونه ور په یاد سول بېرته مغولانو ته پرېښودې، ځکه ده دا سیمې نه سوای ساتلای یعنې بې کفایته و.

ناشناس بیا د غازي امان الله خان په هکله وایی چه ده به تل له «ثریاجانې» سره یو ځای سفرونه کول او د هېواد په فکر کې نه و. ملکه ثریا د علامه محمود طرزي لور، یوه ډېره محترمه او منوره ښځه اود افغانستان د ښځو د نهضت یوه پیاوړې استازې او لارښوده وه. دې ته په استهزا آمېزه توګه د ثریاجانې خطاب کول د ناشناس د بې فرهنګۍ او ګستاخۍ ښکارندویي کوي.

د افغانانو ملي هویت، ملي شخصیتونو او تاریځ ته د ناشناس دا ډول سپکاوی یو شمېر افغانان چه خاصې انګېزې لري خوشحاله کړي او چکچکې ورته کوي او شاباسونه ورته وایي. خو اصلي پوښتنه دا ده چه ولې اوس؟ بله دا چې پر دغسې مسایلو له ده سره ولې مرکې کېږي؟

نن هم په افغاستان کې د تېرو څلوېښتو کلونو په شان خونړۍ جګړه روانه ده او هره ورځ مو په لسهاوو ځوانان شهیدان کېږي او ټول ولس مو د غم پر ټغر ناست دی، نورې ناخوالې لکه فقر، فساد، بې عدالتي، ناروغۍ او نور خو لا پرېږده. په دغسې له خواشینۍ ډک حالت کې د ناشناس دا ډول غیرمسولانه څرګندونې او د ولس پر زخمونو د مالګې پاشل باید څه ډول توجیه سي او د دې کار څخه د ده هدف څه دی؟

ناشناس به ښایي اتیاکلن وي. آیا ده پخوا هم د افغانستان د تاریخ او ملي هویت په اړه همدا فکر درلود که یې اوس عقل سر ته راغلۍ دی؟ آیا ده د سپین ږیرتوپ په عمر کې خپل د عقل سلامت له لاسه ورکړی او رواني ناروغه دی او که دا د افغانستان د ضد کړیو د کوم پلان یوه برخه ده او دی د یوې وسیلې په توګه استعمالېږي؟

ناشناس په یوه مرکه کې اعتراف کړی دی، چه ده ته په پاکستان کې د آی اس آی له خوا د میاشتې لس زره کلدارې معاش ټاکل شوی و، چه وروسته اته زره کلدارو ته راکم شو او په دې د ده خوا بده وه.

ټولو افغانانو ته معلومه ده چه د پاکستان سیاست په افغانستان کې د افغاني تاریخي هویت له منځه وړل وو او دی.

د هډې د تاریخي آثارو تخریب، په بامیان کې د بودا د مجسمو تخریب، د کابل د موزیم د آثارو چوراو تالان، د دارالامان او چهلستون د ماڼیو ورانول او د ډېرو نورو تاریخي آبداتو له منځه وړل د پاکستان د دغه سیاست یوه برخه وه چه د خپلو افغاني ګوډاګیانو په لاس یې وران کړل.

 اوس تر پخوا شرایطو تغییر کړی او د افغانستان ملي ځواکونه پیاوړي شوي او حکومت او خلک د پاکستان د داسې دسیسو په وړاندې حساس شوي دي. پاکستان هم پوهېږي چه نورد ده ګوډاګیان د پخوا په شان په خلاص لاس هر کار نه سي کولای. خو دا په دې معنې نه ده چه پاکستان له خپلې دښمنۍ لاس اخیستی دی. نو هڅه کوي چه د ناشناس په شان له پېژندل شویو خو ضعیف النفسه کسانو څخه د یو څو ډالرو د ورکولو له لارې خپل دغه شوم اهداف پر مخ بوځي. والله اعلم

یوه بله مسئله هم چه د یادولو وړ ده د ناشناس د دکتورا مسئله ده. ویل کېږي چه ناشناس د پښتو ادبیاتو په برخه کې په پخواني شوروي اتحاد کې دکتورا اخیستې ده. هغه کسان چه اکاډمیکې زده کړې یې کړې دي ډېر ښه پوهېږي چه د ماسترۍ تر اخیستو وروسته د دکتورا د اخیستلو دوره لږ تر لږه څلور کاله ده. دلته څو پوښتنې مطرح کېږي.

لومړی، ده خپله ماستري څه وخت او له کوم پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده؟ ځکه د ده د تحصیل په دوره کې د کابل پوهنتون لا د ماسترۍ د ورکولو پروګرام نه درلود، نو ده باید ماستري په یوه بهرني هیواد کې ترلاسه کړې وي. دا کوم هیواد و؟

دوهم، ناشناس د کمونستانو د واکمنۍ په کلونو کې په مسکو کې د افغانستان د سفارت په کلتوري څانګه کې درې کاله مامور و. د ماموریت تر څنګ درې کاله تحصیل د ماسترۍ او دکتورا د اخیستلو د پاره که یو شاګرد نابغه هم وي، کفایت نه کوي. د دکتورا څلورکلنه دوره د تیزس یا کتاب تر لیکلو وروسته، چه هغه ته په انګرېزۍ کې دیزرتېشن وایې اومحصل باید د لویو استادانو په حضور کې د خپل تیزس دفاع وکړي، پای ته رسېږي او محصل ته د ډاکټر اکادمیک لقب ورکول کېږي.

 ناشناس خپل تیزس په کومه ژبه لیکلی؟ په روسي که په پښتو؟ ولې چا نه دی لیدلی؟ د ده د کتاب نوم او عنوان څه دی؟ چېرې چاپ شوی او له کومه آدرسه تر لاسه کېدای شي؟ تر کومه چه زه خبر یم هېڅکله هم د ناشناس له خوا کم کتاب، علمي رساله یا اکاډمیک تحقیق نه دی خپور شوی او زه شک لرم چه دی به د دې کار وړتیا هم ولري.

په هر حال موږ په دې هم خبر یو، چه په شوروي اتحاد او د شرقي اروپا په سوسیالستي جمهوریتونو کې کله- کله هغو کسانو ته چه دوی ته نژدې او د دوی په درد خوړل، اعزازي د کتوراګانې ورکول کېدې چه کېدای شي د ده دکتورا لقب هم له همدې سلسلې څخه وي.

له بلې خوا نن د دکتورا درلودل د پخوا شان یوه لویه خبره نه ده، ځکه نن زموږ ډېرو هېوادوالو په ډېر لیاقت خپل علمي استعدادونه ښودلي اولوړ اکادمیګ لقبونه یې ګټلې دي. د دغو هېوادوالو بحثونه ، هم علمي وي او هم پر معیارونو برابر وي، دوی د خپل هېواد د ارزښتونو سپکاوی نه کوي، خو دا ثابت شوې ده چې تر لوړ تحصیل هم انساني درک او شعور مهم دی . ایراني علي شریعتي د برتراند رسل یوه مقوله په فارسي ژبه داسې رااړولې ده:

مهم نیست که چه مدرکی داريد

مهم این است که چه درکی دارید

په پای کې د دې ټکي زیاتول غواړم چه افغانان به هېڅکله هم چاته اجازه ورنه کړي چه د ولس پر ملی هویت او ملي مقدساتو تېری وکړي یا هغو ته په سپکه سترګه وګوري.

12 COMMENTS

  1. مهمند صاحب،
    ډېره عالي لیکنه مو کړې. باید په دې موضوع لیکنه شوې وای. فکر کوم ناشناس بیچاره د کومې عقدې له مخې دا ډول ناپړیتې وايي.
    ناشناس ممکن احساس کوي چې ډیر کار یې کړی او په ټولنه کې یې هومره قدر نه دی شوی، نو عقده يي شوی او یا دا هم ممکنه ده چې خُسرخېل یې ستمیان وي.
    ناشناس به سبا مړ وي، دا نور یې هسې هم نه یادوي ځکه چې پښتون دی او فکر کوم چې پښتانه به یې هم پښتو موسیقي ته خدمت د وروستیو چټیاتو له کبله یاد نه کړي.

  2. زه د رشید صاحب نظر تاییدوم. ناشناس عقده يي شوی دی.
    د ده عقده دا ده چې غیر پښتنو له احمدظاهر نه ډیر ستر هنرمند جوړ کړ او ډیر زیات یې وستایه خو د ده چې پښتو سندرې هم ویلي پښتنو هومره قدر ور نه کړ.
    اما خبره دا ده چجې ناشناس صاحب په سلو کې ۴۰ یا ۴۵ سندرې پښتو او ۵۵ یا ۶۰ فیصده دري ویلي. له هغوی نه دې قدر وغواړي.
    البته دا هم د تامل وړ ده چې په پښتنو کې طالب خېل ډیر دی چې له موسیقۍ سره یې چندان نه لګېږي او هغوی چې موسیقي یې خوښېږي، هغوی هم خپل هنرمندان چندان نه تشویقوي.
    ناشناس باید په دې خاطر عقده وا نخلي. د پښتنو دا مشکل وخت او زمان ته اړتیا لري.
    البته له دې ټولو خبرو سره سره ناشناس یو څه ګډې وډې هم وايي. د موسیقي د پیلولو په اړه یې خپل داستان په څو شکلونو بیان کړی او له دې داسې ښکاري چې سړی ډیر په سر کې نه دی. هر څوک چې په خوله کې څه ورکړي همغه وايي. غزنچی لیکوال چې د ده بیاګرافي یې لیکلې د ده په دې سر پوی شوی دی او هر څه چې یې زړه غواړي هغه په خوله کې ورکوي.

  3. سلام

    پر ځای منطقی او کره نیوکه ده. عقده یو ستره ناروغی ځینې وختو کې دبغاوت له کچې هم اړوی او انسان به هره برخه کې له کنترول څخه وځی مهمند صاحب هغه واقعیت را څرګند کړی چې د ناشناس هویت موږ ته راښیی او په ډیر ادبی پښتنی او ملی بڼه خبرې کوی. داخبره زموږ ولس کې عامه ده چې عاقبت بخیر خو ښکاری چې ناشناس له عاقبت وتل بل لوری ته درومی.
    ناپېژندونکی او س معلومه کړه چې لا ناشناس پاتې دی لومړی شرم دی که رښتیا داکتروی او بیا دغه ډول جهالت ته پاملرنه نه کوی. دوم یوڅوک چې تیزس لیکی که په هر مسلک کې وی او بیا دخبلې تولنی ملی ادب تر پښو لاندې کوی بل شرم دی . اویو څوک چې په کلیپ کې ددغه اخلاقی نزاکت مراعات نشی کولی نو ستر حماقت دی. ستا نیوکه بیلکل پر ځای او منطقی ده ستا باور ملی ادب او بپشړ اخلاق ګڼل کیږی . په بې اخلاقه هنربه څه وکړو؟

  4. پر ځای منطقی او کره نیوکه ده. عقده یو ستره ناروغی ده ځینې وختو کې دبغاوت له کچې هم اوړی او انسان به هره برخه کې له کنترول څخه وځی مهمند صاحب هغه واقعیت را څرګند کړی چې د ناشناس هویت موږ ته راښیی او په ډیر ادبی پښتنی او ملی بڼه خبرې کوی. داخبره زموږ ولس کې عامه ده چې عاقبت بخیر خو ښکاری چې ناشناس له عاقبت وتلی بل لوری ته درومی.
    ناپېژندونکی او س معلومه کړه چې لا ناشناس پاتې دی لومړی شرم دی که رښتیا داکتروی او بیا دغه ډول جهالت ته پاملرنه نه کوی. دوم یوڅوک چې تیزس لیکی که په هر مسلک کې وی او بیا دخبلې تولنی ملی ادب تر پښو لاندې کوی بل شرم دی . اویو څوک چې په کلیپ کې ددغه اخلاقی نزاکت مراعات نشی کولی نو ستر حماقت دی. ستا نیوکه بیلکل پر ځای او منطقی ده ستا باور ملی ادب او بپشړ اخلاق ګڼل کیږی . په بې اخلاقه هنربه څه وکړو؟

  5. استاد ناشناس باید نور ځان سپک نه کړي. د پښتنو مشاهیر دې نه سپکوي. په دې باندې دی درنېږي نه خو نور خفه کوي. مونږ یې د هنر قدر کوو که نه سپکول کوم سخت کار نه دی.

  6. ناشناس پښتو اوپښتنو ته سپکاوی وکړ، د وی هم ځان ورسره سپک کړ.
    څوک چې د خپل قوم سپکه وایی لکه لوخه بېخ به یې په اوبو کې وچ شي.

  7. زه طالب نه یم
    خو
    سخت معتقد یم چی:
    زموږ غوندی ټولنو کی هر ” آتئیست ” انسان د ژوند په منځنیو یا وروستیو پړاوونو کی سخت سپک سوئ او تحقیر سوئ دئ.

  8. مونږ ولی دحقیقت ویلو نه بده وړو داخویوتاریخی واقعیت دی چه احمشاه بابا،تیمورشاه ویا زمانخان ډهلی یا پنجاب نیوه بیا به یی بیرته هندوانو اورنجیت سنګه ته سپاره اودوی به تری بیرته راتلل افغانستان ته به نه وه رسیدلی چه هغوی به بیا بغاوت کاوه واضیح خبره ده چه افغانانو نشو ساتلی، پټه خزانه که رښتیا دشاه حسین په زمانه کی په حدودد۱۷۴۰میلادی کال کی لیکل شویوی نوولی اصلی نسخه یی په اوسنی الفباده اومتن یی تقریبن اوسنی پښتوده تاسوخیرالبیان ته وګورئ اوسنی پښتوسره څومره تفاوت لری اوبله داچه (ځ)توری خوپه ۱۳۱۱ه ش کی پښتوالفبا کی اضافه شو نودایونیم سل کاله مخکی دپټې خزانې په قلمی نسخی کی څه کوی، دامان الله خان خدمتونه هرریښتنی افغان ته دقدر وړ دی لاکن تورته بایدتورووایو سپين ته سپين چه امان الله خان زیات اشتباهات هم وکړ ایا یوټولواک په شپږ میاشتی خارج ته په سفر ځي چه دی لاړه نوراشتباهات یی خولاپریږده جمعه چه مذهبی سپيڅلی ورځ دی رخصتی يي پنجشنبی ته اړولی وه سلام به یی په اشارو ادا کولو ښځو ته به په برقعو کابل ته دراتګ اجازه نه وه اوداسی نور خنداوری غیرضروری اصلاحات. که زه خپل هویت اوتاریخ نه دواقعیتونو په بیان دفاع ونشم کولای نوځما جعلی هویت پکارنه دی هرهغه څه چه واقعیت وی هغه باید بیان شی اوس وخت کی څه شی پټ نه پاتی کیږی.

  9. د یوه بدتمیزه انسان په مورد کی می داسی له تمیزه ډکه لیکنه ولوسته خوند یې وکو. مهمند صاحب ښکلی نثر لري او ښه په منطق یې سابه ورته په مالګه کړي دي.

  10. برقع یا چادري نه اسلامي لباس دی او نه انساني . د شوربازار حضرتانو د امیر حبیب الله خان په وخت کې رواج کړه . د افغانانو ښځې مناسب اسلامي لوی ټکري په سروي او مناسب افغاني لباس اغوندي چې ټول ځان يې پکې پټ دی. احمدشاه بابا پوهېده چې ټول هندوستان ساتلی نه شي ، هلته یې د افغانستان دښمنانو ته تاریخي درسونه ورکړل . د پټې خزانې اصلي کتاب په هغو الفبا لیکل شوی چې اوسني توري پکې نشته خو نور چاپ شوي کاپیانې یې په اصلاح شوې بڼې دي .

  11. ناشناس له نومه مالومېږي چې د خودخواهۍ مرض نيولی، دا او دته ورته خلک بې تميزه نه بلکې د انسان په جامو کې ځناور دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب