دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهکمال خان بند؛ ولسمشر غني وايي، د افغانستان ۷۰۰ کلنه هیله پوره...

کمال خان بند؛ ولسمشر غني وايي، د افغانستان ۷۰۰ کلنه هیله پوره شوه

تاند (چهارشنبه د دلوې ۱۵) د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي چې د کمال خان بند د جوړېدو چارې بشپړې او د اوبو ذخیره کول په کې پیل شول.

د اوبو د تنظیم ملي ادارې نن چهارشنبه په یوه بیان کې ویلي چې د کمال خان بند د هېواد ستره او ملي پروژه ده چې د جوړېدو چارې یې د دې ادارې له لوري بشپړې او د اوبو ذخیره کول په کې پیل شول.

دغه اداره وايي د نورو هېوادوالو تر څنګ ولسمشر غني هم د کمال خان بند په جوړېدو خوښي ښودلې ده.

سرچینه زیاتوي: «د نورو هېوادوالو تر څنګ د هېواد جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني هم خپله خوښي څرګنده کړه او کمال خان بند په اشارې یې وویل: “نن ډېر خوښ یم، نن مې د کمال خان بند مستې څپې ولېدې؛ د افغانستان ۷۰۰ کلنه د زړه هیله پوره شوه.”»

د اوبو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ د دې پروژې د بشپړېدو له امله ولسمشر غني او ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان اوبه به مهار کېږي. «د کمال خان بند تر څنګ به یو شمېر نور بندونه بشپړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شي.»

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د کمال خان بند په نیمروز ولایت کې د هلمند پر سیند د برېښنا د تولید او ځمکو خړوبولو په موخه جوړ شوی دی چې ۱۸۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او د ۹ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

ولسمشر اشرف غني په ۱۳۹۶ کال کې ددې بند د درېیم فاز د بنسټ ډبره کېښوده.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د کمال خان بند د جوړولو چارې په ۱۳۴۵ لمریز کال پیل شوې، خو د جګړو او سیاسي بدلونونو له امله بشپړې نه شوې.

کمال خان بند په هرات کې د سلما بند او په فراه کې د بخش اباد بند تر څنګ د افغانستان لوېدیځ کې د اوبو یو تر ټولو ستر بند بلل کېږي چې ۵۲ میلیون متر مکعب اوبه ځایولی شي.

که څه هم ایران وخت ناوخت په افغانستان کې د اوبو د بندونو پر جوړېدو اندېښنه ښيي، خو د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي چې له دغه هېواد سره د هلمند د سیند د تړون له مخې د اوبو په برخه کې ستونزې نه لري او د قانوني او نړیوالو اصولو له مخې د اوبو د مدیریت حق لري.

افغان چارواکي وايي، پر کجکي او بخش اباد بندونو هم کار روان دی چې بشپړېدل به یې د اوبو مدیریت او د برېښنا په تولید کې ډېر ګټور تمام شي.

1 COMMENT

  1. دا هم ماشاءالله غټ خبر دی. اوس زمونږه وجیبه ده چی دا بند وساتو او حفاظت یی وکړی. ایران پلوه طالبان د دی بند و ویجاړولو نیت لری الله نه طالب پاتی کړی او نه جاهله ملا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب