سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهمنځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره نښلي

منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره نښلي

تاند (چهارشنبه د دلوې ۱۵) افغانستان، ازبکستان او پاکستان د مرکزي او سویلي آسیا ترمینځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف د ریل پټلۍ یو سند لاسلیک کړ.

د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغو هېوادونو چارواکیو ددې سترې پروژې د لاسلیک په مراسمو کې چې په تاشکند کې تر سره شول برخه اخیستې وه.

په دې مراسمو کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار اموروزاکوف وویل، سوله او ثبات کولی شي چې په افغانستان کې د پرمختګ، اقتصادي ودې او دغه راز  د سیمه ییزې همکارۍ د زیاتیدو لامل شي.

سرچینه زیاتوي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له کوربه هېواد مننه وکړه چې ددې پروژې په هکله یې رغنده رول لوبولی دی.

ښاغلي اتمر د رېل پټلۍ دا پروژه، چې مزار شریف به د کابل له لارې له پېښور سره نښلوي، د افغانستان لپاره حیاتي وبلله او زیاته یې کړه چې د یادې پروژې له لارې به د افغانستان اقتصادي وده نوره هم لوړه شي.

نوموړي د درې واړو هېوادونو ترمنځ دا پروژه د سوداګرۍ، ټرانزیټ او د سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې یو اساسي کار وباله او زیاته یې کړه چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمېنځ دا ګډه پروژه به د سیمه ییزو اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیټ د ودې له پاره مشترک ټکی شي او د افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلي آسیا د نښلولو ګډه هیله به  ترسره کړي.

د ریل پټلۍ دا پروژه تېره ورځ په تاشکند کې د امریکا د سفیر او د نړیوالو ادارو د یو شمېر استازیو په حضور کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوه.

تېره میاشت هم د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقینه ـ اندخوی د اوسپنې پټلۍ، د برېښنا د لېږد او نوري فایبر پروژې افتتاح شوې وې.

1 COMMENT

  1. ماشاءالله غټ خبر. دی سره به پاکستان د افغانستان تر فشار لاندی راشی او پاکستان به مجبوره وی چی د خپلو ترهګرو لاسونه ور لنډ کړی کنه نو د ریل پرتلی به زیان مومی. همداسی به پاکستان افغانستان ته حق العبور ورکوی. الله د زر تر زره پلی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب