یکشنبه, مې 19, 2024
Home+یو نرښځي د عمران خان د ګوند غړیتوب واخیست

یو نرښځي د عمران خان د ګوند غړیتوب واخیست

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۱۵) د پاکستان لومړني نرښځي لوبغاړي، رمل علي هم د سیاست په ډګر کې قدم کېښوده او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په ګوند، پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آيي) غړیتوب یې واخیسته.

رمل علي په داسې حال کې د تحریک انصاف ګوند غړیتوب اخلي، چې یوازې څو ورځې مخکې نوموړي په لاهور کې د یو نفوذ لرونکي شخص له لوري ځورول شوې و او زور زیاتی یې ورسره کړی و.

د پي ټي آيي مشرانو رمل علي ته په ګوند کې د جنسیتي تبعیض پر وړاندې د مبارزې د برخې همغږۍ دنده ورکړې او رمل علي هم ویلي دي، چې هغه به په هر ځای او هره برخه کې د خپلو همجنسو ملګرو لپاره غږ پورته کوي او تل به د هغوی ملتیا کوي.

په ورته حال کې رمل علي ته د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون غړیتوب هم ورکړل شوی دی، هغه ته په دې اداره کې هم د رییس د مرستیالې دنده ورکړل شوې.

رمل علي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي: “زه د غچ اخیستو په خاطر سیاست ته راغلی یم، لاهور کې له ما سره شوي ظلم زه دې ته اړه کړم.”

رمل د عمران خان په سیاسي ګوند کې په غړیتوب اخیستو باندې ویاړ کوي او وايي، چې د درېیم جنس کسانو هیلو ته به پوره پوره کار وکړي.

رمل علي چې یو فلمي لوبغاړی پاتې شوی دی، وايي له دې وروسته به هم خپل سینمایي ژوند ته  هم دوام ورکوي او نوموړې اوس مهال ځينې پروژې هم تر لاس لاندې لري، چې په نږدې وخت کې به له خلکو سره شریکې شي.

د یادونې وړ ده چې په ټولنیزو رسنیو کې وخت نا وخت د پاکستاني نرښځیانو په اړه راپورونه خپرېږي، چې کواګې له هغوی سره نامناسب چلند کېږي او خلک د خپلو شومو موخو په خاطر له دغو نرښځیانو ناوړه ګټې اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب