دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهthenews : د پښتنو په ط ګڼلو عمران خان د دوی پر...

thenews : د پښتنو په ط ګڼلو عمران خان د دوی پر ټپونو مالګې شیندي او پاکستان سره پاشي

تاند:( دوشنبه، د جدي شپږمه) د پاکستان مشهورې ورځپاڼې thenews نن د یوه تحلیلي مطلب په خپرولو سره خبردرای ورکړی، چې د پاکستاني صدراعظم عمران خان له لوري د طالبانو د پښتون ښودلو هڅې به پاکستان سره وپاشي.

د قاسم خان په نوم د دې ورځپاڼې شنونکي په دې تحلیلي مطلب کې د اسلام اباد په کوربه توب د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان وروستۍ غونډې ته د عمران خان څرګندونې نقل کړي او نقد کړي.

عمران خان په دې وینا کې هڅه وکړه، چې د افغانستان د حاکمو طالبانو ترڅنګ د پاکستان تحریک طالبان د پښتنو قومي تحریک وښيي.

د ورځپاڼې لیکوال په دې شننه کې عمران خان نقد کړی او ویلي،چې د طالبانو ډلې په افغانستان او پاکستان دواړو کې مذهبي ریښې او باورونه لري او د پښتنو د قوم استازیتوب قطعاً نه شي کولای.

لیکوال د عمران خان په غبرګون کې لیکلي: پښتانه ترهګر نه، بلکې د ترهګرۍ قربانیان دي.

د لیکوال په خبره، له پښتنو څخه د عمران خان ترهګریز روایت او دوی پورې په زوره د طالبانو منسوبول ملتپال پښتانه د هغه خلاف سخت پارولي دي.

لیکوال زیاتوي، چې پاکستان کې طالبان د پښتنو استازي نه دي، بلکې دا استازیتوب له نیشنل عوامي پارټۍ، پښتونخوا ملي پارټۍ، پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي جمهوري غورځنګ سره تړاو لري.

په دې تحلیل کې لیکوال د دغو پښتنو ملتپالو جریانونو په اړه زیاتوي، چې دوی ټول په شدت سره د طالبانو او ترهګرو سرسخته مخالفان دي.

لیکوال استدلال کوي، چې د مذهب په شان ترهګر د هیڅ قوم استازي هم نه دي او نه باید د دوی بدنامي کوم قوم ته منسوب کړل شي.

یاد شوی لیکوال د پاکستان تر قلمرو لاندې پښتنو ته د ترهګرۍ د اوښتو زیانونو ارقام وړاندې کوي او وایي، چې تېرو شلو کلونو کې تر ۷۰ زرو پښتانه یوازې د پاکستان تر قلمرو لاندې سیمو کې د ترهګرو د فعالیتونو له کبله وژل شوي او لسګونه زره نور ټپيان شوي دي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې، تر پينځه دېرش زرو پورې پښتانه د ترهګرو له لاسه تر اوسه نادرکه دي او ۳،۵ میلیونه یې د ترهګرو د فعالیت له کبله له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

په دې لیکنه کې د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ د غبرګون یادونه شوې، چې د پاکستان د صدراعظم عمران خان د وروستیو پښتون ضدو څرګندونو په اړه یې ښودلی.

ملاله یوسفزۍ عمران خان ته په خطاب کې ویلي، چې دې د پښتنو نجونو د زده کړو د حق لاسته راوړلو لپاره ځان خطر سره مخ او د طالبانو خلاف ودریده.

ملاله یوسفزۍ په ښکاره ویلي، چې طالبانو پښتانه تر هر چا ډېر زیانمن کړي او دا ډله قطعاً د پښتنو استازیتوب نه شي کولای.

د لیکنې لیکوال د خپل تحلیل په پای کې زیاتوي،چې د عمران خان داسې څرګندونې به پاکستان ته خطرناکې پایلې ولري، ځکه دا د پښتنو پر ټپونو مالګې لړي او پرته له شکه، چې پاکستان به په دې کار سره وپاشل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب