یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+ډاکو، پادري او عفوه / ژباړه: امين سلطاني

ډاکو، پادري او عفوه / ژباړه: امين سلطاني

دا په فرانسه کي د ۱۴۷۲ کال واقعه ده کله چي يو لوی ډاکو په ژوند کي له کړو ګناهونو څخه ستړی، او د توبې په نيت کليسا ته ننوځي.

په هغه ورځ په کليسا کي ډيره ګڼه ګوڼه وه، لويو او وړو ګناهګارانو د خپلو کړو ګناهونو د مغفرت او بخښنې په پار د کليسا له مذهبي مشر پادري څخه د سکو په بدل کي د بخښنې او عفوي ټکټونه اخيستل.

ډاکو په کليسا کي د بیروبار د کميدو لپاره د انتظار شیبې شمارلې، او په کليسا کې وروستی ګناهګار و چې د پادري په حضور کې سر ټيټي ولاړ و.

پادري ډاکو ته د ماضي د ګناهونو د بخښنې لپاره د عفوې ټکټ ورکړ او د سرو زرو سکې يي ترې جيب ته کړلې.

ډاکو پادري ته وويل!

فادر! آيا دا ممکنه ده چې زه د راتلونکې يوې لويې ګناه لپاره د سرو زرو سکې درکړم او په بدل کې يې تاسي د عفوې او بخښنې ټکټ راکړئ؟

پادري وويل: بالکل، ممکنه ده ولې تخفيف (ډيسکاونټ) به پکې نه وي.

ډاکو د سرو زرو د سکو يوه ډکه کڅوړه پادري ته ونيوه او د يوې لويې ګناه د بخښلو ټکټ يي ترې واخيست او له کليسا دباندې لويې دروازې ته ودريد.

څو دقيقې وروسته پادري هم چپن په غاړه پسې راووت، له راوتو سره ډاکو د پادري سر ور قلم کړ، او له پادرې څخه يي هغه ټولي د سرو زرو سکې واخيستلې چې پادري له خلکو څخه د ګناهونو د مغفرت او عفوې په پار اخيستې وې.

په تلو کي يې له ځان سره وويل: د راتلونکې ګناه د عفوې لپاره مې چې له پادري کوم د عفوې ټکټ اخيستی و هغه پخپله د پادري د قتل و.

کلونه وروسته له ډاکو څخه وپوښتل شول چې په دې پيړۍ کي به تر تا بل لوی ګناهګار هم وي؟

ډاکو وويل وويل، هو!

هغه چې په کليسا کې ناست دي، د دين په نامه سوداګري ته يې خيټه اچولې، د ځان لپاره هر څه حلال او پر نورو د کولو او نه کولو صلاحيت يي ځان ته ورکړی، مګر د جاهليت له وجې هغوی د خلکو پر وړاندې معزز دي.

 همدا د پيړۍ لوی ګناهګاران او ډاکوان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی